پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن [اېچ ار سي پي] ملک کې د انتخاباتو په حواله غېر يقيني حالاتو باندې اندېښنه څرګنده کړې او د الېکشن کمېشن نه یې په سمدستي توګه د انتخاباتو د مهالوېش [شيډول] اعلانولو غوښتنه کړې ده.
اېچ ار سي پي پرون په درېم ستمبر يو بيان کې ټينګار کړی د انتخاباتو کمېشن دې هڅه وکړي چې انتخابات د ټاکلې مودې 90 ورځو د ممکنه حده پورې نزدې وي، حلقه بنديانې دې په فوري ډول وکړی شي او حلقه بندۍ دې د انتخاباتو د نورو ځنډولو دپاره بهانه جوړه نه کړی شي.
الېکشن کمېشن په 17م اګست ويلي وو، د 14م دسمبر پورې به نوې حلقه بنديانې کولی شي او د دغه اعلان سره سم پاکستان کې د انتخاباتو د ټاکلې مودې نه په وروسته کېدو پوښتنې راولاړې شوې وې.
د اييني چارو پوهانو په وینا کله قامي اسمبلي د وخت څخه مخکې تحليل شي نو بيا عام انتخابات په 90 ورځو کې کې دننه کول وي او که چري اسمبلۍ په خپل وخت تحلیل کيږي نو بيا به د دستور ترمخه انتخابات په 60 ورځو کې دننه کول وي. د پاکستان تېره قامي اسمبلۍ د وخت نه وړاندې تحليل يا ماته کړی شوې وه.
په اییني توګه د پاکستان د تېر حکومت موده په 12م اګست سرته رسېدونکې وه خو مخکيني وزیراعظم شهباز شریف په نهم اګست د قامي اسمبلۍ ماتولو سپارښتنه د هیواد صدر ته لیږلې او صدر عارف علوي هم په هغه ورځ د قامي اسمبلۍ ماتولو منظوري ورکړې وه.
درې ورځې وړاندې الېکشن کمېشن ویلي، د سياسي ډلو سره د مشورو او حلقه بنديانو زر تر زر بشپړ کولو دپاره د حلقه بنديانو کولو نېټه راکمه کړی شوې او ختمي حلقه بندۍ به په 30م نومبر اعلانولی شي.
الېکشن کمېشن ویلي، د حلقه بنديانو کولو وخت راکمولو هدف چې زر ممکن شي انتخاب وشي.
د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ جيو ټي وي سره په مرکه کې ويلي، د قانون ترمخه د انتخاباتو پرېکړه به الېکشن کمېشن کوي او که چرته اعلا عدليه په 90 ورځو کې د انتخاباتو کولو حکم کوي نو دوی به انتخابات کوي په دې کې هيڅ شک نشته.
د بشري حقونو کمېشن په خپل بيان کې په ملک کې سېوا کېدونکي اړي ګړي، د تحریک لبېک په څېر انتهايي ښي اړخه ډلو راپورته کېدو او خېبرپښتونخوا کې روانه ترهګرۍ باندې هم اندېښنې څرګندې کړي دي.
Forum