د اسلامي همکارۍ سازمان په افغانستان کې په داسې وخت د طالبانو له بېلابېلو مشرانو سره د ښځو د حقونو او تعلیم په اړه خبرې کړې دي چې په دې هېواد کې تازه د پوهنتونونو د داخله امتحان نتیجې مخې ته راغلې دي خو یوه نجلۍ هم پکې نه شته.
د طالبانو حکومت د دوشنبې- ګل په ورځ د 1402 لمریز کال د داخله امتحان نتیجې اعلان کړې دي، چې 44,336 تنه نارینه پکې سرکاري پوهنتونونو او د لوړو زدکړو نورو ادارو ته بریالي شوي او نجلۍ پکې نه شته.
د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو د وزارت د پرېکړې له مخې د داخله امتحان ملي ادارې سږ کال د پوهنتونونو په داخله امتحانونو کې نجونو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړې ځکه چې د نجونو پوهنتونونه د تېر کال له دسمبر راهیسې بند دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د امتحانونو د ملي ادارې مشر عبدالباقي حقاني د ستمبر پر څلورمه یوې خبري غونډې ته وویل، سږ کال په داخله امتحان کې له کومو ستونځو سره نه دي مخ شوي او وایي د تېر کال په نسبت د ګډون کوونکو شمېر هم زیات وو:
"تېر کال زمونږ په داخله امتحان کې 46,839 زده کوونکو ګډون کړی وو، خو سږ کال 84,234 تنو ګډون کړی وو. تېر کال دولتي تعلیمي ادارو ته 40,839 تنه بریالي شوي وو، سږ 44,336 تنه بریالي شوي دي".
د اسلامي همکارۍ سازمان له تېرو پینځو ورځو په افغانستان کې دی او په دې موده کې یې د طالبانو له اکثرو وزیرانو، د حکومت له مشرانو او دیني عالمانو سره لیدلي او له نورو موضوعاتو سره سره یې هغوی ته د ښځو د حقونو، کار او د نجونو د تعلیم په اړه هم د خپل تنظیم دریځ وړاندې کړی دی.
د اسلامي همکارۍ سازمان پر خپل ټویټر لیکلي چې "په دغو ناستو کې د افغانستان د حالاتو په اړه [د او ای سي] د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا د پرېکړو د عملي کېدو په چوکاټ کې د ددې د حالاتو په اړه په ځانګړې توګه د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار په اړه خبرې وشوې.
د اسلامي هکاریو سازمان ویلي چې د نجونو تعلیم او د ښځو کار د دوی په ایجنډا کې لومړیتوب لري.
د اسلامي همکارۍ سازمان پلاوي د دوشنبې- ګل په ورځ د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر او د حقاني ډلې له مشر سراج الدین حقاني سره لیدلي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سرکاري ټیلیویژن مرستیال مشر هدایت الله هدایت پر ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي چې "د ياد پلاوي غړو تعليم د نارينه او ښځينه وو ګډ حق ياد کړ او په وينا يې: د ديني تعليم تر څنګ عصري زده کړې د ټولنې پرمختګ ته لار هواروي".
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي سراج الدین حقاني د او ای سي ورغلي پلاوي ته په ډاډ سره ویلي، چې "د ښځو د بنیادي حقونو ټیکار د اسلامي امارت لپاره لومړیتوب لري.
مجاهد وایي حقاني پلاوي ته ویلي، څنګه چې یې د حکومت فرمانونو د میراث او په بدو کې د ورکړې په برخه کې پر ښځو د ظلم او زورزیاتي مخنیوی کړی دی، داسې به د تعلیم او په نورو برخو کې هم با تدبیره ګامونه اوچت شي:
"محترم خليفه صاحب [سراج الدین حقاني] له راغلي هئیت سره په لیدنه کې وویل، د نجونو تعلیم زمونږ د ټولنې اړتیا ده چې له شرايطو سره سم به دغه ستونځه هوارېږي، له راغلي هياته يې و غوښتل چې [په] دې برخه کې له زغم او حوصلې کار واخلي".
د 2021م کال په اګست کې چې طالبان په دویم ځل د وسلو په زور پر افغانستان واکمن شوي دا دویم ځل دی، چې د دې هېواد د پوهنتونونو په داخله امتحان کې ښځو او نجونو ته د ګډون اجازه نه ورکول کېږي.
د طالبانو حکومت د 2022م کال د دسمبر په وروستۍ اوونۍ کې په سرکاري او شخصي پوهنتونونو او د لوړو زدکړو په نورو ادارو کې د ښځو او نجونو تعلیم وځنډاوه، چې اوس یې 255 ورځې کېږي خو د بیرته پرانیستو نېټه یې لا نه ده معلومه.
همدارنګه تر هغه وړاندې د 2021م کال په ستمبر کې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته نجونو تعلیم هم ځنډولی چې اوس یې دوه کاله یعنې 715 ورځې کېږي خو دا چې طالبانو د نجونو د تعلیم لپاره څه ډول پلان جوړوي او کله به بیرته هغوی ته د تعلیم اجازه ورکړي ښکاره وخت ا نېټه یې نه ده معلومه.
Forum