لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډاکټران: نفسیاتي صدمه له بدني صدمې نه ډیره دردناکه او ځورونکې ده خو درملنه یې شته او باید وشي


په پاکستان کې د ذهني ناروغيو په هکله په ۲۰۲۲ کال کې د ډبلیو ایچ او رپورټ کې ویل شوي چې په پاکستان کې ۲۴ میلینه خلک د ډپرېشن یا ژرو خپګان د ناروغۍ ښکار دي.

په پښتونخوا کې ډاکټران وایي به دغې صوبه کې ذهني ناروغۍ سیوا دي او وجه یې د لسيزو راهیسې روانې جنګ جګړې، تشدد او نا امنۍ ده.

په مردان میډیکل کمپلکس کې د نفسیاتو یا ذهني ناروغیو د څانګې مرستیال پروفېسر ډاکټر اعزاز جمال د وي او ای ډیوه په لویه خېبر پښتونخوا خپرونه کې د خبرو پر وخت وویل د ذهني ناروغيو د زیاتوالي یوه وجه د پښتنو په خاوره ترهګري ده.

همدارنګه په لویه خېبر پښتونخوا خپرونه کې د ذهني ناروغیو ماهرې صبا حمید وویل چې د جنګونو، ترهګرۍ او اپریشنونو له امله کوم خلک چې متاثره شوي او دوي ته راشي نو دوي چې ترې کله پوښتنې کوي چې معلوم کړي چې څه مسله ده ورته او کله چې ورته پته ولږي چې ډپرېشن یې دې نو بیا ترې د هېسټرې، تپوس کوي چې ولې ورته شوی.

صبا حمید په خپلو خبرو کې د خپلې یو مریضې قیصه وکړه چې د ترهګرۍ خلاف اپریشن نه متاثره شوې وه او کډه یې کړې وه. د قبایلي ضلعې باجوړ نه راغلي دغې زنانه ورته وویل چې یو وخت وو چې خلکو به ورسره کور کې کار کوو او اوس دې حد ته راغلي چې پردي کور کې د کډوالۍ ژوند کوي.

صبا حمید وویل چې څه ورسره شوې وي نو د دغې له وجې دوي خفه شوي وي نو همدې ته‌ ژور خپګان یا ډېپرېشن ویل کېږي خو بیا کله ورسره وېره یا انزایټي هم وي او وجه یې دا وي چې دوي ناامیده وي چې څه به کیږي.

ډاکټر اعزاز جمال د ډپرېشن په اړه وایي، د زړه خفګان، په هېڅ نه خوشالیدل، په وړه وړه خبره قهریدل یا غصه کول، هر وخت د مایوسۍ فکرونه راتلل، د چا سره خبرو ته زړه نه کیدل د ډپرېشن لوې نښې دي.

ښاغلي جمال زیاته کړه چې نفسیاتي ټروما یا صدمه د بدني صدمې نه ډیره دردناکه او اذیت ناکه وي. بدن خو روغ شي درد ختم شي خو نفسیاتي صدمه نورې نورې بیماریانې پیدا کړي او په کلونو کلونو له ناروغ سره پاتې کېږي.

صبا حمید په خپرونه کې وویل چې ډپرېشن چې په عامه توګه يې خلک ناروغي هم نه ګڼي او نه يې څوک په اسانه علاج کول غواړي ورته د خفګان مرض هم وايي. اغلې زیاته کړه چې ډپرېشن دومره سېوا شي چې د انسان د ژوند خواهش ختم شي او داسې فکر کوي چې له داسې ژوند نه مرګ ښه وي.

په اکثره وختونو کې د ډپرېشن مریض د ځان وژنې یا خودکشۍ فکرونه هم کوي.

د نفسیاتو ماهرې صبا حمید ترمخه د سړو په پرتله بیا په پښتنو ښځو کې ډپرېشن یا د ذهني ناروغیو شرح زیاته ده. هغوي زیاته کړه چې پکار ده د بدني ناروغۍ نه مخکې د ذهني ناروغۍ علاج وشي.

د ذهني بیماریو ښکار یو تن د علاج وروسته عادي ژوند کولی شي او که نه؟ د دغه پوښتې په ځواب کې دواړو پوهانو وویل چې علاج یې شته او علاج یې ارزان هم دې باوجود د دې چې د نفسیاتو ډاکټران ډیر کم دي. ډاکټر اعزاز وویل چې پکار ده چې د تعویزونو او پیرانو پرځآي ډاکټرانو ته ولاړ شي او د خپلې بیمارۍ علاج وکړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG