پېښور- د پاکستان دننه په خلاص مارکیټ کې د ډالر نرخ په ښکته روان شوی اؤ پاکستاني رسنۍ وایي یوازې په تېرو دوؤ ورځو کې د خلاص مارکیټ دننه د ډالر نرخ کې د23 روپو نه زیات کمی رامنځته شوی دی.
پرون د شورو یا چهارشنبې په ورځ په خلاص مارکیټ کې د ډالر نرخ 11 روپۍ غورځېدلی اؤ 312 ته راپرېوتې دی.
پاکستان کې د پیسو د تبادلې د سازمان مشر ملک بوستان وایي وړاندې به خلک د ډالر اخېستو لپاره دوي ته ورتلل خو د تېرو دوؤ ورځو نه خلک د ډالر خرڅولو لپاره دوي ته ورځي اؤ څوک ترې ډالر نه اخلي.
پاکستاني رسنۍ وایي په خلاص مارکیټ کې د ډالر د نرخ قابو کولو لپاره حکومت د تېرو څو ورځو راهیسې د ډالرو د قاچاقبرانو پرضد عملیات چټک کړي دي چې له امله یې په خلاص مارکیټ کې د ډالرو اخېستونکي اؤ ذخیره کوونکي پټ شوي اؤ د ډالر نرخ په ښکته راتلل پیل شوي دي.
پاکستاني میډیا وایي د کرنسۍ په ناقانونه توګه په وړلو، راوړلو د بندیز، د پیسو د تبادلې په کمپنیو د سختې څارنې اؤ د کرنسۍ د قاچاقبرانو اؤ د هغوي د سهولت کارانو پرضد دعملیاتو له امله د پاکستان په خلاص مارکیټ کې د یو ډالر نرخ د 328 روپو نه 312 روپو ته راپرېوتی دی.
د شورو یا چهارشنبې په ورځ په خلاص مارکیټ کې یو ډالر په 312 اؤ د بینکونو دننه په 306روپو اؤ97 پیسو تبادله شوی دی.
پاکستان کې د کرنسۍ د تبادلې د سازمان مشر ملک بوستان بیلابیلو رسنیو ته ویلي چې د تېرو دوؤ ورځو راهیسې په خلاص مارکیټ کې ډالر پرله پسې په ښکته روان دی اؤ حتی ځوک یې اخېستلو ته زړه نه ښه کوي.
هغه وایي کومو خلکو چې به د خلاص مارکیټ نه ډالر راټولول هغوي پټ شوي دي اؤ مخکې چې به خلک د ډالرو اخېستو لپاره مارکیټ ته راتلل اوس یې د خرڅولو په تکل کې دي.
د پاکستان یو پخواني مرکزي وزیر فیصل واوډا له جیو ټي وي سره خبرو کې دعوه کړې ده چې د ډالر نرخ کې کمی د پوځ د سرلښکر جنرال عاصم منیر لخوا د اقدام کولو نه وروسته رامنځته شوی دی.
هغه ویلي پوځي سرلښکر د آی ایس آی مشر اؤ نورو پوځي چارواکو ته د ډالر د نرخ راکمولو په اړه لارښوونې کړي اؤ په هغې د عمل په نتیجه کې د ډالر نرخ نزدې 15 روپۍ راکم شوی اؤ په راتلونکو څو نورو ورځو کې به نور هم 10 روپۍ وغورځيږي.
د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر تېره اوونۍ د پوځ سرلښکر د تاجرانو او پېسو بدلوونکې اتحاديې سره ليدلي وؤ او د ډالر د بيعې قابو کولو باور یې ورکړی ؤ.
د رپورټونو ترمخه په دغو ليدنو کې تاجرانو په پاکستان کې د امریکايي ډالر په بیلا بیلو نرخونو او موجوده وخت کې په ګری يا تور مارکیټ اندېښنې ښکاره کړې وې اؤ ويلي یې وؤ چې په خلاص مارکيټ کې د ډالر د لوړ نرخ له امله کاروباري خلک د هنډۍ استعمال کوي.
د پوځي مشرانو سره د تاجرانو له لیدنې وروسته اقتصاد پوهه جرنلسټ مهتاب حېدر د وي او ای ډیوه خبریال اورنګزیب خان ته ویلي وؤ د پاکستان اقتصاد چې دا وخت په کوم حال کې دی د هغې دپاره ضروري ده چې ټولې ادارې یې باید د پياوړتیا دپاره کار وکړي خو په بنيادي توګه دا د پوځ کار نه دی چې د ملکي اقتصاد ښه کولو دعوې وکړي.
د خبریال مهتاب حېدر په خبره، له بده مرغه دا وخت نګران حکومت دی او دا حکومت هم د اقتصاد ښه کولو دپاره څه عملي کار نه کوي او پاکستان کې تل د حکومتونو د نااهلۍ له امله پوځ ته موقع په لاس ورځي چې په هره معامله کې مداخله وکړي.
Forum