د امریکا، چین او روس ترمنځ د تېزې شوې جیوپولېټيکې سیالۍ په دې دور کې، د انډونېشیا صدر جوکو وېدودو د ملکونو په مشرانو په کلکه غږ کړی دی چې کشیدګۍ دې راکمې کړي او په سیمه کې دې د جګړو د پیلولو نه ډډه وکړي.
صدر وېدودو دا خبره د زیارت په ورځ جاکارټا کې د مشرقي ایشیا د اجلاس (اي اې اس) په پرانېستونکې غونډه کې وکړه، کوم کې چې د جنوب ختیځې ایشیا د ملکونو تنظیم (آسین) او امریکا، چین، روس، اسټرېلیا، هندوستان، جاپان، نیو زیلېنډ او جنوبي کوریا شامل دي. نوموړي ټینګار وکړ چې هغه خطه د لسهاوو کلونو سکون او خوشحالۍ د تحفظ دپاره استحکام ته ضرورت لري.
د انډونېشیا صدر وویل: "په دې کېمره کې د ناستو ټولو کسانو یو شانتي ذمه واري ده چې نوې لانجه راپیدا نکړي، نوې کشیدګۍ راپیدا نکړي، نوي جنګونه راپیدا نکړي. په ورته وخت کې زمونږ دا ذمه واري ده چې تېزې شوې کشیدګۍ راکمې کړو، ساړه شوي تعلقات بېرته بهتره کړو، د خبرو اترو دپاره ماحول برابر کړو، او موجوده اختلافات راکم کړو."
خو دا خبره ده چي د امریکا صدر جو بایډن، د چین صدر شي جن پنګ، او د روس صدر ولادیمیر پوتین په جاکارټا کې جوړ شوي د مشرقي ایشیا اجلاس کې د برخه اخېستو نه ډډه کړې ده او پر ځای یې خپل استازي هلته لېږلي دي. د امریکا له اړخه نایب صدره کامېلا هېرس، د چین له طرفه وزیراعظم لي چیانګ، او د روس په استازیتوب د هغه ملک خارجه وزیر سرګي لاوروف هلته تللي دي.
د انډونېشیا صدر جوکو وېدودو چې د جنوب ختیځې اېشیا د ملکونو د تنظیم صدرات یې په ختمېدو دی، څو ورځې وړاندې ویلي و چې یاد تنظیم په دې اتفاق کړی چې په هېڅ جنګ کې به پراکسي نه جوړېږي. هغه ټینګار وکړ چې جنوب ختیځه ایشیا به د یوې نوې سړې جګړې محاذ جوړ نشي. هغه په ۲۰۲۲ کال کې چې د آسین صدارت یې په کمبوډیا کې په غاړه واخېست، هم دا وعده کړې وه.
د سټراټېجیکو مطالعاتو په نړېوال انسټیټوټ کې څېړونکی آرون کونېلي وایي، د نړۍ سپرپاورنو سره سیاست کې د انډونېشیا تګلاره ثابته پاته شوې ده. هغه وي او اې ته وویل: "هغوی (انډونېشیا) د سپرپاورونو ترمنځ سیالي، په خطه کې خپلو مفاداتو ته بنیادي خطره ګڼي."
د مشرقي ایشیا په اجلاس کې ناستو د جنوب ختيځې ایشیا د ملکونو نورو مشرانو هم د وېدودو خبرې تکرارې کړې او په سیمه کې د بې اتفاقۍ د ګواښ په خلاف یې څرګندونې وکړې.
د سېنګاپور وزیراعظم لي سین لونګ وویل: "نړېوال ماحول په جیوپولېټیکو کشیدګیو او اقتصادي غیریقیني سره ککړ دی." هغه په امریکا او چین غږ وکړ چې د عالمي مسایلو د حل دپاره "رهبریت ښکاره کړي."
د مشرقي ایشیا اجلاس (اي اې اس) په ۲۰۰۵ کال کې، د جنوب ختیځې ایشیا د ملکونو د تنظیم (آسین) او د شپږو نورو شراکت دارو ملکونو ترمنځ د سیمه ییزو خبرو په لړ کې راپیدا شو. د دې اجلاس مقصد امن، استحکام او اقتصادي سوکالۍ ته فروغ ورکول دي. روس او امریکا په کال ۲۰۱۱ کې دې اجلاس کې شامل شول.
Forum