لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور او کراچۍ کې بيا په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس موندل شوي


پاکستان کې د صحت قامي ادارې ویلي، د اګست په میاشت کې پېښور او کراچۍ کې د پوليو وایرس معلومولو دپاره ماحولياتي نمونې اخستل شوې وې. اسلام اباد کې د پوليو لیبارټرۍ تاييد کړې چې په ماحولياتي نمونو کې د پولیو وايرس موندل شوي دي.

پاکستان کې د پوليو مخنيوي د پروګرام د خبرپاڼې ترمخه، د پېښور شاهين مسلم ټاون څخه په 17م اګست او نري خوړ څخه په 22م اګست ماحولياتي نمونې اخستل شوې وې.

دغه رنګ د کراچۍ د کېماړۍ ضلعې د محمد خان کالونۍ څخه هم په 17م اګست ماحولياتي نمونې اخستل شوې او د پوليو وایرس تصديق پکې شوی دی.

ويل شوي د پوليو معلوم شوي وايرس په جينياتي توګه افغانستان کې د پوليو وایرسو سره تړاو لري.

خبر پاڼه کې ویل شوي، سږ کال پېښور کې دا د پوليو لسمه مثبته ماحولياتي نمونه معلومه شوې او کراچۍ کې دويمه نمونه ده.

په خبرپاڼه کې زياته کړی شوې، پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې په ماحولياتي نمونو کې د پوليو 21 مثبتې نمونې موندل شوې دي.

د نګران حکومت د صحت مرکزي وزير ډاکټر نديم جان ويلي، "په ډېرو ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس ترلاسه کېدل د اندېښنې خبره ده ځکه چې دا څرګندوي چې ماشومان د دې ناروغۍ د خطرې سره مخ دي".

هغه ويلي، د ټولو مثبتو ماحولياتي نمونو پلټنې کولی شي چې د اغېزمنو علاقو درک وشي او هلته د قوت مدافعت پياوړي کولو دپاره سمدستي اقدامات وشي.

د صحت مرکزي سيکرټري افتخار شلواني ويلي، "پوليو زمونږ د ماشومانو دپاره غټه خطره ده، ميندې او پلرونه دې پوهه شي او په هر پوليو کمپاين کې دې خپلو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ضرور ورکړي".

په تېره اګست میاشت کې د پوليو د مخنيوي دپاره د صحت د نړيوالې ادارې د بیړنۍ کمېټۍ په غونډه کې ويل شوي وو پاکستان کې اوس هم د پوليو د مخنيوي په وړاندې مشکلات موجود دي او که په افغانستان کې پوليو سېوا کيږي نو د خلکو د زیات تګ راتګ له امله پاکستان کې د پوليو د مخنيوي د پروګرام دپاره خطره سېوا کوي.

د صحت د نړیوالې ادارې په وېبپاڼه ورکړی شوي خبر کې ویل شوي وو، د کمېټۍ په غونډه کې ويل شوي، د تېرې غونډې وروسته پاکستان کې د پوليو نوې پېښه مخې ته راغلې او دې سره پاکستان کې په روان [2023] کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېره دوه ته سېوا شوې ده.

ويل شوي دواړه پېښې د خېبرپښتونخوا په بنو کې مخې ته راغلي دي.

هغه وخت په افغانستان کې د پوليو په حواله ویل شوي وو، افغانستان کې د پوليو پينځه نورې پېښې مخې ته راغلي او ټولې په ننګرهار کې معلومې شوي دي، او سږ کال په افغانستان کې په 32 ماحولياتي نمونو کې د پوليو وایرس تصديق شوی دی.

ويل شوي دغه ټولې مثبتې نمونې د افغانستان په ختيځه سيمه کې معلومې شوې دي، يواځې يوه په جنوبي سيمه کندهار او يوه په شمالي سيمه بلخ کې معلومه شوې ده.

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي د پروګرام او صحت چارواکي بيا بيا تکراروي چې د پوليو د مخنيوي دپاره کمپاينونه یې دوامداره دي او هڅه کوي په ټول ملک کې او د افغانستان سره په ګډه پوله د پوليو وايرس په مخنيوي کې کامياب شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG