د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ غټې لارې تورخم پوله چې په څلورمه ورځ هم تړلې پرته ده، په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د اسلام اباد سفارتخانې ویلي، د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي سره په يادې موضوع خبرې شوي دي.
په اسلام اباد کې د طالبانو سفارتخانې نن په اېکس [پخواني ټویټر] ويلي، د طالبانو سرپرست سفير سردار احمد شکېب پرون د جمعې په ورځ د افغانستان دپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني سره ليدلي او "د تورخم دروازې او اړونده موضوعاتو یې ورسره خبرې شوي دي".
طالبانو ویلي، "په ليدنه کې د تورخم دروازې بندېدو له امله د مسافرو، ناروغانو او سوداګرو د ستونزو په اړه تفصيلي خبرې شوي دي".
ويل شوي، په ليدنه کې شکېب ټينګار کړی "د پاکستان حکومت دې زر تر زره دروازه پرانیزي" او "دراني هيله څرګنده کړې، هر څومره زر چې ممکن وي د تورخم دراوزه به د عام تګ راتګ دپاره خلاصه شي".
اصف دراني يا د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت دفتر په خپله د دغه ليدنې په حواله څه نه دي ویلي.
خو پرون د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر ويلي، د افغانستان څخه د ترهګرۍ خطرې، "اندېښنې او پرمختګونه د تورخم د پولې خلاصېدو يا بندېدو سره تړلي دي".
په شپږم ستمبر د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ د تورخم لاره د پاکستاني ځواکونو او د افغان طالبانو د جګړې وروسته تړل شوې پرته ده.
طالبانو دعوه کړې وه، پوسته یې ترميم کوله او پاکستاني ځواکونو پرې ډزې کړې وې خو پاکستاني چارواکو ويلي ډزې لومړی طالبانو کړې وې.
په ډزو کې دواړو خواو د مرګ ژوبلو اوښتو هم ویل شوي وو.
هم په شپږم ستمبر د پاکستان پوځ ویلي وو، د چترال ضلعې په کېلاش کې د افغانستان پولې ته نزدې په دوه پاکستاني پوستو د ترهګرو غټې ډلې بریدونه کړي، د ترهګرو حمله ناکامه کړی شوې 12 ترهګر وژل شوي او ګڼ نور ژوبل کړی شوي خو په نښته کې څلور پاکستاني عسکر هم وژل شوي وو.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ د جمعې په ورځ خبري غونډې ته ويلي وو، پاکستان د ترهګرۍ په تازه پېښو اندېښنې لري او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره یې اندېښنې شريکې کړي دي.
د پاکستان د خارجه وزارت ترجمانې ويلي "په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره په خبرو بوخت يو. مونږ د افغانستان د خاورې نه پاکستان د ترهګرۍ د خطرو اندېښنې د طالبانو سره شريکې کړي دي او دا خبرې به روانې وي".
د تورخم غټې لارې د بنديز له امله په لويه شمېره کې خلک د پولې دواړو غاړو ته ايسار شوي وايي د سختو ستونزو سره مخ دي او سوداګر وايي د مالونو ډک ګاډي ولاړ پاتې دي سوداګرو ته سخت تاوانونه اوړي.
Forum