لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مراکش کې زوروره زلزله شوې، له ۱۰۰۰ زيات کسان پکې مړه شوي


مراکش کې د جمعې په ورځ شوې زوروه زلزله کې له ۱۰۰۰ نه زيات کسان مړه شوي او رپورټونه وايي زلزلې په غټه کچه تاوانونه اړولي دي.

اې پي خبري ادارې د مراکش د کورنيو چارو د وزارت له قوله وايي، په زلزله کې تراوسه پورې لږ تر لږه ۱۰۰۰ کسان مړه شوي او په سلګونو نور ژوبل شوي دي.

ويل شوي زياتې مرګ ژوبلې په مراکش ښکار کې او د زلزلې د مرکز سره نزدې پينځه صوبو کې شوي دي.

د رپورټونو ترمخه د مراکش چارواکو ويلي، د زلزلې څخه اغېزمنو علاقو کې امدادي کارونه او د ژغورنې عمليات روان دي او د مړو ژوبلو سېوا کېدو اندېښنه څرګنده شوې ده.

ویل شوي، زلزلې کومې سيمې ځپلي هلته د بجلۍ او سړکونو ټول نظام تباه شوی دی.

د چارواکو په خبره، زياتې مرګ ژوبلې په غرييزو سيمو کې شوي چرته چې رسايي هم مشکله ده.

د امریکې د جیولوجيکل سروی ترمخه، په ريکټر سکېل د زلزلې شدت 6.8 وو او زلزله تېره شپه په 11دقيقې، منټه دپاسه 11 بجې شوې او وروسته یې بيا نور جړقونه هم شوي دي.

ځايي خلکو ويلي، د زلزلې د مرکز سره نزدې د مراکش ښار پخوانۍ ودانۍ تباه شوي او په غټه کچه تاوان اوښتی دی.

ملګرو ملتونو، يورپ، هند او پاکستان د مراکش په زلزله د افسوس څرګندونه کړې او ويلي يې د مراکش حالات څاري او د ممکنه مرستو کولو یې هم ويلي دي.

[خبر د اې پي څخه اخستل شوی]

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG