په هند کې د نړۍ د شتمنو هېوادونو G20 د سرمشریزې په څنډه کې د دې تنظیم مشرانو د چین "د ورېښمو لار" منصوبې په مقابل کې د جنوبي اېشیا، منځني ختیځ او یورپ د سره نښلولو لپاره د نوې اقتصادي راهدارۍد جوړولو تړون اعلان کړی دی.
سپینۍ ماڼۍ د شنبې- خالي په ورځ په دې اړه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، امریکا، هند، سعودي عرب، عرب امارات، فرانس، جرمني، ایټلي او یورپي اتحاد په ګډه یوه تفاهمنامه اعلان کړې چې په ګډه «د هند، منځني ختیځ او یورپ اقتصادي لاره» جوړه کړي. په اعلامیه کې ویل شوي:
"تمه کېږي چې دا تاریخي راهداري به د دوو براعظمونو تر منځ د پراخو اړیکو او اقتصادي پیوستون په وسیله اقتصادي پرمختګ ته وده ورکړي او له دې سره به دوامداره او ټولشموله اقتصادي ودې ته لاره خلاصه شي".
سپینه ماڼۍ وایي د دغو هېوادونو د دې اقتصادي لارې د جوړولو مقصد دا دی چې یورپ او منځني ختیځ او اېشیا سره د رېل او بندرونو په وسله وتړي او د پیوستون یو نوی دور پیل کړي.
دا تړون په داسې حساس وخت کې اعلانېږي چې د امریکې صدر جو بایډن پر نړیواله اډاڼه د چین د "یوه پټۍ او یو سړک" منصوبې له فشار سره د مقابلې هڅه کوي او غواړي په G20 تنظیم کې د پرمختلونو هېوادونو لپاره یوه متبادله لاره ولري.
صدر جوبایډن د شنبې- خالي په ورځ د دې تړون د اعلانولو په اړه ځانګړې غونډې ته وویل، دی په دې ویاړي چې د تنظیم له ملګرو هېوادونو سره د هند، منځني ختیځ او یورپ تر منځ د اقتصادي راهدارۍ یوې "تاریخي لوظنامې" ته رسېدلي دي:
"د دې راهدارۍ د یوې اهمې برخې په توګه موږ به په سمندري بېړیو او رېل ګاډو کې سرمایه کاري کوو. دا به د عرب اماراتو، سعودي عرب، اردن او اسرایلو له لارې هند له یورپ سره وتړي".
د یورپي کمیشن مشرې اورزلا وین ډیرلاین او د هندوستان وزیراعظم نریندرا مودي هم دا منصوبه د اېشیا او یورپ د پیوستون او د تجارت لپاره ډېره مهمه بللې ده.
سپینې ماڼۍ په خپله اعلامیه کې دا نه دي ویلي چې پر دې منصوبه به څومره لګښت راځي او په څومره موده کې به سر ته رسېږي خو اسوسیېټید پریس وایي د منصوبې د اعلان پر وخت د سعودي عرب شهزاده محمد بن سلمان 20 ارب ډالره یادې کړي، وایي دا نه ده معلومه چې دا یواځې د سعودي برخه پیسې دي او که د ټولې منصوبې لګښت دی.
د دې تړون لاسلیکوونکي هیله من دي چې دغه اقتصادي لار به له لوېدیځ سره د هند د 1.4 ارب خلکو د پراخ بازار په یو ځای کولو، د چین د بنیادي اډاڼې په زیاتو لګښتونو کې د توازن پیدا کولو، د منځني ختیځ د اقتصاد په پیاوړتیا او د اسرایلو او عرب امارات د اړیکو په عادي کولو کې مرسته وکړي.
د چین ولسمشر شي جینپیګ لس کاله مخکې د 2013م کال په نومبر کې "يوه پټۍ، يو سړک" منصوبه پيل کړه چې مقصد يې په نړۍ کې د خپل هېواد اغېز زیاتول وو. د چین دا منصوبه د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو په بنیادي اډاڼو کې سرمایه کاري کوي او هڅه کوي په پرمختلونکو هېوادونو کې د پانګونې په برخه کې د امریکا ځای ونیسي.
سپینه ماڼۍ وایي امریکا او ملګري یې غواړي د دې اقتصادي لارې په وسیله دواړه براعظمونه له تجارتي مرکزونو سره ونښلوي او صفا انرجۍ ته په ودې ورکولو او برآمد کولو یا صادرولو کې مرسته وکړي. په اعلامیه کې د دې راهدارۍ د جوړښت په اړه ویل شوي:
"بجلۍ ته د باور وړ لاسرسي د زیاتولو لپاره به تر سمندر لاندې کېبلونه غزول کېږي، د انرجۍ ګریډ مرکزونه او مخابراتي تارونه به سره نښلول کېږي، د پرمختللې پاکې انرجۍ ټیکنالوجي به ایجادېږي او ټولنې به د خوندي او مستحکم انټرنیټ په وسیله سره تړل کېږي".
د چین صدر شي جینپینګ دا ځل د G20 په سرمشریزه کې ګډون نه دی کړی او تر اوسه یې د دې نوې اقتصادي راهدارۍ اعلان ته هم څه جواب نه دی ویلی.
Forum