د خېبرپښتونخوا د قبائيلي ضلعې په علي مسجد سيمه کې پوليسو د فرنټير کور (اېف سي) د يو اهلکار مړى موندلى دى.
امنیتي سرچینې وایي د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې علي مسجد سیمه د ملیشه ځواکونو د یو عسکر مړی موندل شوی دی.
د اتوار-یکشنبې په ورځ امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي موندل شوی مړی د کپتان په نوم د ایف سي د یو عسکر دی چې له تېرو دوؤ ورځو راهسې لادرکه ؤ.
دغه سرچینې ډیوه ته وویل چې کپتان نومې دا عسکر په رخصتۍ کلي ته تللی ؤ چې بیا په مرموزه توګه لادرکه شوی ؤ اؤ د اتوار په ورځ یې مړی د علي مسجد د توده مینه کندو څخه موندل شوی دی.
په سمدستي توګه د دغه عسکر د وژلو ذمه واري چا په غاړه نه ده اخستې اؤ پولیسو د هغه مړی دپوسټ مارټم لپاره د جمرود روغتون ته لیږلی دی.
د افغانستان اؤ پاکستان د ګډې پولې ترڅنګ پرتې سیمې علي مسجد کې د تېرو څو میاشتو راهسې د امنیت وضعه زیاته ګډه وډه شوې ده اؤ د روانې ستمبر میاشتې په دویمه نیټه هم د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو (سي ټي ډي) دعوه کړې وه چې د علي مسجد په شاګۍ سیمه کې یې د یوې نښتې په مهال درې ترهګر وژلي دي.
تر دې وړاندې په 25مه جولای د خېبر په علي مسجد سیمه کې د یو جومات دننه ځانمرګی برید شوی ؤ چې په کې د عدنان اپریدي په نوم د پولیسو یو افسر یا ایډیشنل ایس ایچ او وژل شوی ؤ .
په نهم اګست د سي ټي ډي پوليس ایډيشنل ايي جي سهېل خالد په يوه خبري غونډه کې دعوه کړې وه چې د خېبر د علي مسجد په پېښه کې ککړ ټول ورانکاري او سهولت کار نيول شوي دي.
دڅېړنیزو ادارو رپورټونه ښیي چې د ترهګرۍ په روانه څپه کې تر ټولو زیات بریدونه د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې شوي دي اؤ ورپسې په دوهم نمبر بیا بلوچستان صوبه د ترهګرۍ سره مخ پاتې شوې ده.
پاکستان کې د یوې غیر دولتي څېړنیزې ادارې پاکستان انستيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکورټي سټديز تازه رپورټ وایي سږ کال داګست په میاشت کښې په ګرد هیواد کښې د ترهګرۍ 99 پیښې رپورټ شوې دي چې دا د 2014م نه راپدېخوا په یوه میاشت کښې تر تولو زیاتې پېښې دي.
د پاکستان پوځ څو واري د ترهګرو تنظیمونو پرضد په پراخه کچه عملیات کړي دي اؤ څو واري یې دا دعوې هم کړې دي چې د ترهګرو ملا یې ماته کړې ده خو د غیر دولتي ادارو رپورټونه وايي په کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کښې ترهګري یو ځل بیا سیوا شوې ده.
پاکستان هیواد کې د ترهګرۍ د چټک شوي بهیر تور افغانستان کښې په موجودو ترهګرو تنظیمونو لګوي خو په افغانستان واکمن طالب چارواکي بیا دا تورونه ردوي اؤ وایي په افغانستان کې ترهګرې ډلې نه شته.
Forum