افغانستان لپاره د چین لخوا ګمارل شوي سفیر شاؤ شینګ د چهارشنبې په ورځ خپل سفارتي اسناد د طالبانو د حکومت رییس الوازاره ملا محمد حسن ته سپارلي دي.
په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په ایکس( پخواني ټویټر) رسنۍ لیکلي چې د چین سفیر خپل ماموریت کاغذونه ملاحسن ته کابل کې د راجوړې شوې یوې دستورې په مهال سپارلي چې هغه منلي دي.
په اګست کال 2021م کې د طالبانو لخوا د افغانستان په حکومت له قبضې کولو راپدیخوا چین د نړۍ وړومبی هیواد دی چې دغه هیواد کې یې خپل سفیر ګمارلی دی.
تر اوسه د نړۍ یو هیواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی منلی اؤ نه لا چین اعلان کړی دی چې ګنې افغانستان کې یې د خپل سفیر ټاکل په اقدام د طالبانو حکومت په رسمي توګه منلی دی.
کابل کې د سفارتي اسنادو د سپارنې راجوړې شوې دستورې ته وینا کې د چین سفیر شاؤ شینګ ویلي دي چې د هغه هیواد د طالبانو حکومت سره د سفارتي تماسونو په ټینګولو خوښي محسوسوي.
د طالبانو لخوا د افغانستان په واک له قبضې کولو وروسته چین تر اوسه ګڼ شمیر طالب مشران خپل هیواد ته بللي دي اؤ بیجنګ د کابل سره د سرمایه ګزارۍ په یو شمیر پروژو کار هم کوي.
سږکال د جولایي په میاشت کې د طالبانو حکومت د چینایي کمپنۍ په کومک شمالي افغانستان کې د خامو تیلو راویستلو کار هم پېل کړی دی.
په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت اعلان کړی ؤ چې هغوي دچین ، ایران، ترکي اؤ برتانیې د بیلابیلو کمپنیو سره د شپږ نیم اربه ډالرو نه د زیاتو پیسو د معدنیاتو د کانونو د کیندلو تړونونه لاسلیک کړي دي.
د امریکې په ګډون لویدیځ هیوادونه په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بشري حقونو په سرغړونو اؤ د ښځو نه دهغوي په حقونو تروړلو تورنوي اؤ وخت په وخت افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت په جوړښت اؤ د ښځو د حقونو په مراعاتولو ټینګار کوي.
خو طالبان بیا دبشري حقونو نه د سرغړونو تورونه ردوي اؤ وایي افغانستان کې یې یو داسې حکومت جوړ کړی دی چې هر چاته پکې د هغوي حقونه ترلاسه دي.
په افغانستان کې د خپل سفیر د ټاکنې په اړوند د چین خارجه وزارت پخپل یو بیان کې ویلي چې کابل کې د چین د سفیر ګمارنه دمعمول یو اقدام دی اؤ د دې مقصد د چین اؤ افغانستان ترمنځ خبرو اترو اؤ همکارۍ ته پراختیا ورکول دي.
د چین خارجه وزارت ویلي چې د افغانستان په هکله د چین تګلاره واضحه اؤ مستقل ده خو په دې بیان کې یې بیا نه ده واضحه کړې چې ایا چین دطالبانو حکومت په رسمیت ومنلو اؤ که نه ؟
Forum