لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مستونګ کې د جمعيت علمااسلام ف ګوند يو مشر او څو نور کسان په چاودنه کې ژوبل شوي


د پاکستان د بلوچستان صوبې په مستونګ سيمه کې په سړک دپاسه چاودنه کې د جمعيت علما اسلام ف ګوند يو مشر حافظ حمدالله او څو نور کسان ژوبل شوي دي.

د ډيوه خبريال حفيظ الله ستوری شېراني وايي، د مستونګ د هسپتال چارواکو ورته ویلي، 11 ژوبل کسان روغتون ته راوړل شوي دي، يوه پکې ښځه هم شامل ده.

د جمعيت علمااسلام ف صوبايي وياند عېن الله شمس ويلي، په چاودنه کې حافظ حمدالله او نور ملګري يې ژوبل شوي دي، خو د حمدالله حالت د خطره بهر دی، وایي دوي يو پروګرام ته روان وو او ګاډی یې د چاودنې ښکار شوی دی.

شمس وایي "دا ترهګري ده، د رياست او ریاستي ادارو ذمه واري ده چې د عامو وګړو حفاظت وکړي".

په سمدستي ډول د چاودنې زمه واري چا نه ده منلې.

د جمعيت علمااسلام ف ګوند وياند اسلم غوري ځايي رسنیو ته ویلي، حافظ حمدالله قلات سيمې ته يو پروګرام ته روان وو، ګاډی یې د چاودنې ښکار شوی او هغه پکې د ملګرو سره ژوبل شوی دی.

د بلوچستان نګران حکومت چاودنه غندلې ده.

د بلوچستان صوبې نګران وزيراعلا مير علي مردان خان ډومکي د چاودنې غندنه کړې او ویلي یې دي په ترهګرۍ کې ککړ خلک د هيڅ رعايت مستحق نه دي.

د صوبې نګران وزير اطلاعات جان اڅکزي ویلي، حکومت په چاودنه کې د بهر ملکي عناصرو د پېژندګلو او نيولو دپاره پرعزم دی، خو نوموړي نه دي ویلي چې په چاودنه کې څوک بهر ملکي ککړ دي.

پرون د بلوچستان صوبې سي ټي ډي پوليسو دعوه کړې وه په مستونګ کې یې د داعش کمانډر وژلی دی.

سي ټي ډي د وژل شوي کمانډر پېژندګلو د غلام الدين شاهوانی عرف الياس شعيب په نامه کړې او دعوه یې کړې، ياد کمانډر د کال 2016م پر اتم اګست په سېول هسپتال کوټه کې د وکيلانو د ځانمرګي بريد ماسټر ماينډ يا پلان جوړونکی وو.

په ياد ځانمرګي بريد کې تر 70 زياته خلک وژل شوي وو چې پکې تر50 زيات وکيلان او دوه خبريالان هم شامل وو.

ويل شوي ياد کمانډر په کال 2017 کې د جميعت علما اسلام ف ګوند په مرکزي مشر مولانا عبدالغفور حېدري په مستونګ کې ځانمرګي بريد پلان کړی وو چې پکې 26 تنه وژل شوي وو او 30 نور ټپیان شوي وو.

ويل شوي هغه په ږوب ښار کې د جماعت اسلامي په مرکزي مشر مولانا سراج الحق باندې د ځانمرګي بريد تر سره کولو پلان کړی وو، په ياد بريد کې پينځه تنه ژوبل شوي وو.

سي ټي ډي دعوه کړې وژل شوي کمانډر په کال 2021 کې د بلوچستان د مچ سيمې په کوله کانونو کې کارکونکي هزاره خوارکيښو د وژنې پلان ترتيب کړی وو په دغه پېښه کې 11 تنه هزاره شعیه کيندونکې وژل شوي وو.

د پاکستان بلوچستان صوبه د اوږدې مودې نه د ناامنۍ سره مخ ده.

د پاکستان نګران وزير اعظم انوار الحق کاکړ بلوچستان ته د خپل لمړي سرکاري سفر پر مهال په کوټه کې د لوړ پوړو چارواکو سره ناسته کړې وه او ویلي یې وو په بلوچستان کې د نا امنۍ حالات قابو کول به د دوی لمړی هدف وي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG