لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محمود خان اڅکزی:چې زموږ روا تجارت نه پرېږدي نو نه به رانه څوک ژوند وکړي اؤ نه بادشاهي


دپښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د افغانستان اؤ‌ ایران په پولو د تجارت مخې ته د خنډانو راولاړولو دعمل سخته غندنه کړې ده اؤ ګواښ یې کړی دی چې که پښتانه څوک روا تجارت ته نه پرېږدي نو دوي به داسې حال جوړ کړي چې نه ترې بیا څوک ژوند وکړي اؤ نه باچاهي.

په ایکس رسنۍ( پخواني ټویټر) خپل یو بیان کې ښاغلي اڅکزي ویلي چې پښتانه باچاهياني جوړولی شي نو خلک دې دا فکر نه کوي چې دا قام به په يوه او بل نامه وجنګوي او بيا یې د وطن شتمنۍ قبضه کړي.

د اڅکزي په خبره "دا خاوره زموږ مور ده او چې کوم پښتون په دې خاوره خوا نه بدوي په پښتونوالې کې يې شک دی"

په دې وروستیو کې دپاکستان حکومت د سمګلنګ د مخنیوي‌ په نامه د افغانستان اؤ ایران سره په لګیدلو پولو امنیتي تدابیر سخت کړي دي اؤ تجاران نیوکې کوي چې امنیتي ځواکونه دوي د تالاشۍ په نوم ځوروي اؤ خپل تجارتي مالونه هم په وخت خپلو مقاماتو ته نه شي رسولی.

ښاغلي محمود خان اڅکزي ویلي "د افغانستان او ايران سره پر پولو که څوک د نشه اي موادو او وسلو قاچاق یا تجارت کوي په جيل کې واچوه او مړه يې کړه. که څوک پر دا لارو زموږ روا تجارت نه پرېږدي بيا به داسې حال جوړ کړو نه والله که څوک باچاهۍ راڅه وکړي او نه زندګي راڅه وکړي"

هغه ویلي" د پاکستان سول جاسوسي ادارو سره د خلکو د سهار، ماښام د غلاو مالومات شته. د بورې، پيټرول او فرټيلايزر د وړلو په مد کې په يوه شپه کې په کروړنو روپۍ غلا کيږي. هلته پر يوه ګونۍ پر خلکو ټکان کوي او وژني يې او شپه سي د ځينې زورورو په لسګونو لارياني د مالو ډکې ايله کړل سي"

هغه ویلي زموږ د وطن ځمکي ځینې سينټرانو، کرنلانو او نورو افسرانو الاټ کړي دي" دا د پښتانه ځمکي دي دا به بېرته و قبایلو ته ورکوي. دا زموږ ځمکې دي موږ خپل وطن هیچا ته نه پرېږدو"
هغه په هیواد کې په روانه ګرانۍ هم اندېښنې ښکاره کړې دي اؤ د ګرانۍ پرضد یې د احتجاجي تحریک پېلولو اعلان کړی دی.
نوموړي ویلي "د اليکشن خبرې کيږي، دا اليکشن به بيا ګورو. نن ستونزه دا ده چې انسانان د لوږې سره مخامخ دي پارټۍ به صفونه برابروي د دې ګرانۍ خلاف به په ټول وطن کې تحريک چلوو"

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG