لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ارمینیا وایي که روس په ناګورنو قره باغ کې ورسره مرسته ونکړي، دوی به د جرمونو نړېوال عدالت ته ولاړ شي


د ارمېنیا وزیراعظم نیکول پشینیان
د ارمېنیا وزیراعظم نیکول پشینیان

د ارمینیا وزیر اعظم نیکول پشینیان په اشاره روس ته خبرداری ورکړی که په ناګورنو قره باغ کې د ارمینیانو په ساتلو کې مرسته نه کوي، نو دوی به د جرمونو نړیوال عدالت ای سي سي ته ولاړ شي. هغه عدالت چې په اوکراین کې یې د کړنو په سر د روس د صدر ولادیمیر پوتین د نیولو حکم صادر کړی دی.

نیکول پشینیان د اتوار یا یکشنبې په ورځ سپتمبر ۲۴مه خپل ولس ته په خپله وینا کې وویل چې اوسنی امنیتي ایتلاف یې ناکافي او غیر موثر دی.

د ارمینیا وزیراعظم په خپله وینا کې وویل چې دا پرېکړه د ګډ امنیتي تړون د سامازن او روس په ضد نه ده بلکه دا د هېواد د بهرني امنیت د ګټو خبره ده او دا اقدام د هغوی د حاکمیت حق دی. هغه په خپلو اتحادیانو غږ وکړ چې د ارمینیا خودمختارۍ ته دې درناوي وکړي.

ارمینیا د د روس تر اغیز لاندې د «ګډ امنیتي تړون سازمان» غړی دی، چې شپږ هېوادونه په کې غړیتوب لري. د دغه سازمان یو هدف دا دی چې د خپل هر هغه غړي امنیت به ساتي چې برید پرې وشي.

په ټیلي ویژني وینا کې ارمینیا وزیر اعظم وویل: «د امنیت په کوم بهرني سیسټم کې چې ارمینیا داخل ده، هغه د دوی د امنیت او د ارمینیا د ملي ګټو د ساتلو په برخه کې غیر موثر ده. نوموړي دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې وکړې چې اذربایجان ادعا وکړه د یوې حملې په ترڅ کې یې په بشپړ ډول ناګورنو-قره باغ تر خپل کنترول لاندې راوستی.

رایټرز خبري ادارې په خپل رپورټ کې لیکلي، چې هم په دې لړ کې د خالي یا شنبې په ورځ ارمینیا په ناګورنو قره باغ کې د بشري حقونو او امنیت د څارنې لپاره د ملګرو ملتونو د ماموریت د سمدستي ګمالو غوښتنه هم کړې ده.

یاده دې وي روس د اوکراین په جګړې کې مصروفه دی او د دغې ستونزې په حل کې یې کومه ځانګړې مرسته نه ده کړی.له اذربایجانه جلا شوې نګورنو قره باغ د باکو او یرېوان ترمینځ لانجمنه سیمه ده چې پر سر یې دواړو هېوادونو څو ځلې خونړۍ جګړه هم کړې ده.

رویټرز وايي چې د سېپټېمبر ۲۰مې تر جګړې وروسته اذربایجان شاوخوا د ټولې سیمې بشپړ واک (کنټرول) ترلاسه کړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG