لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا واشنګټن ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د سفر غوښتنه رد کړې ده


امریکا وایي په تهران کې د امریکایي وګړو د نیول کېدو اندېښنو ته په کتو یې تېره اوونۍ د ایران د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان غوښتنه رد کړې وه چې غوښتل یې واشنګټن ته سفر وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر او د ایراني حکومت غبرګون تر اوسه په دې اړه مخې ته نه دی راغلی.

د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند مېتیو میلر د دوشنبې- ګل په ورځ یوې خبري غونډې ته تایید کړه چې پایتخت واشنګتن ته د هغه غوښتنه د بهرنیو چارو وزارت رد کړې وه:

"دا مو ذمه واري ده چې د ملګرو ملتونو د کارونو لپاره د ایران او نورو بهرنیو هیوادونو چارواکو ته نیو یارک ته د راتګ اجازه ورکړو، خو موږ د دې پابند نه یو چې هغوی ته واشنګټن ته د سفر کولو اجازه ورکړو".

امیر عبداللهیان د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته راغلی وو او غوښتل یې په واشنګټن کې د ایران د قونصلي ګټو څانګې ته راشي خو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو میلر وایي، "ایران چې د امریکې شهریان په ناقانونه توګه نیسي او د ایران ریاست د ترهګرۍ ملاتړ کوي دې ته په پام سره موږ د اوس دپاره مناسبه یا ضروري ونه ګڼله چې دا غوښتنه ومنل شي."

ایران تېره اوونۍ په خپل هېواد کې له څو کلونو بندي پینځه امریکایي وګړي د بندیانو په تبادله کې خوشي کړل.

امریکې ددغو بندیانو د خوشي کېدو په بدل کې ځینې ایراني بندیان خوشي کړي او د ایران کنګل کړې شپږ اربه ډالر یې هم ازاد کړي او له جنوبي کوریا یې د قطر یو بېنک ته استولي وو.

د رپوټونو له مخې که د ایران د بهرنیو چارو وزیر ته اجازه ورکړل شوې وای دا به په تېرو 14 کلونو کې واشنګټن ته د ایران د بهرنیو چارو د یو وزیر لومړنی سفر وای.

امواج ویبپاڼې لومړی د یوې ناڅرګندې سرچینې له خولې ویلي وو چې ښاغلي عبداللهیان غوښتل په واشنګټن کې د ایران قونصلي چارې له نیژدې وګوري، خو وایي د هغه مقصد د تهران او واشنګټن په اړیکو ته مثبت رنګ ورکول هم وو.

واشنګټن او تهران هغه وخت خپلې سفارتي اړیکې ختمې کړې چې په ایران کې د 1979م کال تر اسلامي انقلاب وروسته احتجاج کوونکو امریکایي سفارتکاران په تهران کې د امریکې په سفارت کې 444 ورځې یرغمل کړل.

دا مهال په واشنګټن ډي سي کې د ایران د قونصلي ګټو پر څانګه د پاکستان بیرغ لګول شوی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG