لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عدالتي حکم وروسته عمران خان د اټک څخه اډياله زندان ته منتقل کړی شوی


د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخوانی وزيراعظم عمران خان چې په اټک زندان کې بندي وو د اسلام اباد هايکورټ په حکم اډياله زندان ته منتقل کړی شوی دی.

د ځايي رسنیو ترمخه اسلام اباد هايکورټ پرون د نهې- سه شنبې په ورځ په ليکلې بڼه له اټک زندانه اډياله زندان ته د عمران خان د منتقل کولو حکم کړی وو. چیف جسټس عمر فاورق د ګل، دوشنبې په ورځ دا حکم کړی وو.

جج ويلي وو، په اټک زندان کې د عمران خان د ساتلو حکم د توشه خانې قضيه کې وو، خو اټارني جنرل منور اقبال دوګل عدالت ته ويلي وو، چې عمران خان د سايفر قضيه کې ګرفتار کړی شوی عدالت حکم یې په اټک زندان کې د ساتلو وو.

د توشه خانې قضيه کې عمران خان ته د بند او جرمانې سزا اورول شوې خو وروسته د اسلام اباد هایکورټ ياده سزا معطل کړې او د هغه په ضمانت د خوشي کولو امر یې کړی وو.

خو هم په هغه ورځ د افيشل سيکرټ اېکټ لاندې جوړ ځانګړي عدالت د سايفر قضيه کې د عمران خان په اټک زندان کې ساتلو لارښوونه کړې وه.

د رسنيو ترمخه، پرون د افيشل سيکرټ اېکټ لاندې جوړ ځانګړي عدالت د سايفر قضیې اورېدنه کړې او د عمران خان جوډيشل ريمانډ یې تر لسم اکتوبر پورې غځولی دی.

عمران خان تېر کال د اپرېل په مياشت کې د بې باورۍ د تحریک د لارې د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی شوی، هغه وخت یې تور لګولی وو چې "د هغه حکومت د امريکې په سازش" لرې کړی شوی وو.

امريکې، د پاکستان پوځ او د پاکستان موجوده حکومت د عمران خان دغه تور څو ځله رد کړی چې ګنې هغه د امریکې په سازش لرې کړی شوی وو.

عمران خان د سایفر د لارې د امریکايي سازش د لومړي بيان وروسته په يو بل بيان کې ويلي وو سازش په اصل کې د دلته [پاکستان] نه شوی وو.

د تېرې جولايۍ په میاشت کې د عمران خان د پخواني پرنسپل سيکرټري اعظم خان یو مبينه بيان په مطبوعاتو خپور شوی، هغه ويلي وو، "عمران خان د سیاسي ګټو دپاره د سايفر يا بهرنۍ مراسلې ډرامه جوړه کړې او د سايفر د لارې یې د قامي امنيتي ادارو او ولس ترمنځه د کرکې خورولوهڅه کړې ده".

د شهباز شریف په وزيراعظمۍ د پاکستان تېر اتحادي حکومت د سايفر قضيې پلټنې پېل کړې وې، دا قضيه د عمران خان، شاه محمود قرېشي او اسدعمر پرضد جوړه شوې وه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG