پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام ویلي، د خېبرپښتونخوا هنګو ضلعې او کراچۍ کې د کيماړۍ ضلعې څخه اخستل شوو ماحولياتي نمونو کې د پوليو وایرس معلوم شوي دي.
د پوليو مخنيوي پروګرام په 25م ستمبر ناوخته ویلي، په شپږم ستمبر هنګو کې دوه نمونې، او پينځم ستمبر کراچۍ کې د کيماړۍ علاقې څخه د خچنو يا سخا اوبو څخه يوه نمونه اخستل شوې او په هغې کې د پوليو وايرس معلوم شوي دي.
ویل شوي، د صحت په قامي اداره کې د پوليو ليبارټرۍ کې د اخستل شوو نمونو معاينه شوې او درې واړه نمونو کې معلوم شوي د پوليو وايرس په افغانستان کې د موجودو وايرسو سره يو شان والی لري.
پاکستان کې د نګران حکومت مرکزي وزير نديم جان ويلي، پاکستان او افغانستان د پوليو وايرس پرضد مبارزه کې متحد دي.
هغه ویلی، پاکستان د پوليو وايرس ختمولو دپاره پرعزم دی، او د اکتوبر په میاشت کې په ملکي کچه د پوليو ضد کمپاين پېل کولی شي.
نوموړي په میاندو پلارانو غږ کړی چې د پوليو ضد کمپاين کې ماشومانو څاڅکي ورکړي او د ماشومانو د حفاظتي ټيکو کورس هم پوره کړي.
پاکستان کې د تازه پوليو وایرسو معلومېدو نه وړاندې هم روانه میاشت د پوليو د مخنيوي پروګرام ويلي وو، د پېښور نه په پينځم ستمبر او پشين نه په څلورم ستمبر د خچنو يا ګنده اوبو څخه اخستل شوو نمونو کې د پوليو وايرس معلوم شوي وو.
هغه وخت هم ويل شوي وو، ياد وايرس په افغانستان کې د موجودو وايرسو سره تړاو درلود.
د پوليو مخنيوي د پروګرام ترمخه سږ کال په پېښور کې په ماحولياتي نمونو کې په 11م ځل د پوليو وايرس معلوم شوي او بلوچستان کې د اپرېل وروسته په لومړی ځل د پوليو وايرس معلوم شوي دي.
د پوليو مخنيوي پروګرام ترمخه، پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو دوه پېښې مخې ته راغلي او 27 مثبتې ماحولياتي نمونې رپورټ شوي دي.
پاکستان کې له دې وړاندې د پېښور نه علاوه په لاهور او کراچۍ کې هم په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس معلوم شوي وو.
Forum