لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو په افغانستان کې د پاکستان مخالف 200 وسله وال نيولي


په افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي، د پاکستان خلاف د پولې له پورې غاړې نه بريدونه کوونکي 200 مشکوک وسله وال یې نيولي او د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره یې نور کلک ګامونه پورته کړي دي. دغه خبره پاکستاني چارواکو وي او اې ته کړې ده.

افغانستان کې واکمنو طالبانو ویلي، د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] د غړو د نيولو تفصيلات یې تېره اوونۍ له اسلام اباد څخه کابل ته تللي پلاوي سره شريک کړي دي.

د پاکستاني پلاوي د کابل د سفر نه دوه اوونۍ وړاندې په شپږم ستمبر چترال کې د ډیورنډ له کرښې پورې غاړې څخه په پاکستاني پوستو وسله وال بریدونه شوي وو. د پاکستان پوځ په يادو بريدونو کې د څلورو امنیتي عسکرو او 12 حمله کوونکو وژلو ويلي وو.

تحریک طالبان پاکستان د بريدونو زمه وارۍ منلې وې.

يو چارواکي چې له مطبوعاتو سره د خبرو اختيار یې نه لرلو د نوم نه ښکاره کولو په شرط ويلي، طالبانو د چترال د بريدونو نه په واپسۍ د ټي ټي پي 200 غړي نيولي او هغوی اوس په زندان کې دي.

هغه زياته کړې، طالبان د ټي ټي پي غړي د پاکستان د پولو نه لرې منتقل کوي. خو چارواکي زیاته کړې، "مونږ د نتيجې ترلاسه کولو نه وړاندې د اقداماتو د اثراتو انتظار کوو هغوی ته به د دغو اقداماتو دپاره نور وخت ورکول وي".

طالبانو د ټي ټي پي د غړو د نيولو په حواله څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند د ګل، دوشنبې په ورځ ویلي، حکومت یې د پاکستان خلاف د افغانستان د خاورې کارېدو اجازه نه ورکوي.

ذبيح الله مجاهد ويلي، د پاکستان د کورني امنیت په لړ کې د خپل قوت مطابق مرستې کولی شو او پاکستان په دغه خبره پوهه دی.

د کابل په سفر د پاکستاني پلاوي مشري د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني کوله او لوړ پوړي پوځي افسران هم ورسره مل وو.

هغه وخت اسلام اباد کې چارواکو د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي سره خبرې د ډاډ وړ بللې وې.

د ګل، دوشنبې په ورځ د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ نه د ترکي يو ټي وي چېنل پوښتنه کړې، ایا طالبان د افغانستان له خاورې څخه د ټي ټي پي د هلوځلو د ختمولو دپاره مخلص دي؟ هغه په ځواب ې ویلي، "مونږ دلته د طالبانو د حکومتي ادارو جج کولو يا د هغو په حواله فېصلې کولو له نه يو راغلي".

په افغانستان کې د طالبانو مشر هېبت الله اخند زاده خپل ځواکونه د پاکستان خلاف حملو څخه منع کړي، حملې یې حرامې او غېر اسلامي ګرځولي دي.

کابل کې په تازه خبرو خبر پاکستاني چارواکي وي او اې ته ویلي، اخند زاده افغان ولس ته هم حکم کړی چې د ټي ټي پي سره مرسته نه کوي او نه ورته د پاکستان خلاف تش په نوم جهاد دپاره مالي مرستې ورکړي او په افغانستان کې یې د ټي ټي پي په چندو ټولولو هم بنديز لګولی دی.

د رپوټونو ترمخه په چترال کې د ټي ټي پي د بريدونو وروسته پاکستاني چارواکو ويلي وو ګڼو افغان جنګیالو هم په دغو حملو کې برخه اخستې او د هغو پرضد د کارروايۍ کولو دپاره یې په کابل کې د واکمنو سره شواهد شريک کړي وو.

وروسته ټي ټي پي هم خپلو وسله والو ته ويلي وو ځان سره دې افغان وګړي نه دي ملګري کوي د کوم څه نه چې څرګنديږي په ټي ټي پي د طالبانو د حکومت فشار دی.

افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان څو ځله داسې تورونه لګولي چې د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کيږي خو طالبانو تل د پاکستان دغه تورونه رد کړي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG