د پاکستان پوځي مشر ويلي، ملک ته د ورپېښو اقتصادي تاوانونو څخه خلاصېدو دپاره به د غېر قانونه هلوځلو پرضد عمليات دوام لري.
د پاکستان پوځ ویلي، پوځي مشر جنرل عاصم منير پرون زیارت/پنجشنبې [د سپټمبر ۲۸مه] په لاهور کې د صوبايي اېپکس کمېټۍ په غونډه کې ګډون کړی دی.
د پوځ ترمخه، د اېپکس کمېټۍ غونډې ته د بجلۍ او ګېس د غلا کوونکو، بهرنۍ کرنسۍ قاچاق، ذخيره اندوزو او په مجموعي امنيت احوال وړاندې کړی شوی دی.
جنرل عاصم منير ويلي، د غېر قانونه هلوځلو پرضد به د قانون عملي کوونکو ادارو سره په ګډه په پوره قوت سره عمليات دوام لري، چې د بېلابيلو لارو د غلاګانو له امله ملک ته ورپېښو اقتصادي تاوانونو څخه خلاصون وشي.
پوځ ويلي، د اېپکس کمېټۍ غونډې ګډون والو چې د پنجاب وزيراعلا محسن نقوي هم پکې ګډون درلود، ويلي یې دي رياستي ادارې او محکمې او ولس د صولې د خوشالۍ دپاره يو دي.
پاکستان د اوږدې مودې نه په مشکلاتو کې ښکېل دی. اقتصاد پوهان وايي، د ملکي اقتصاد ښه کولو دپاره به اصلاحات کول وي.
نړيوال بېنک په خپل تازه رپوټ کې د پاکستان په اقتصاد ژوره اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي پاکستان بايد په کر کيله، رييل سټېټ يا د ځمکو په سوداګريز کاروبار ټيکس ولګوي او خپل مصرفونه راکم کړي.
په رپورټ کې ويل شوي، په پاکستان کې د کروړونو په شمېر خلک د غربت د ليکې نه لاندې ژوند کوي.
نړيوال بېنک ویلي، په پاکستان کې دا وخت په لسګونو ميلينه خلک د غربت د ليکې نه لاندې ژوند کوي او د غربت کچه د 39 فيصده نه هم زياته شوې ده.
اقتصاد پوهان وايي ترڅو چې په هېواد کې عمومي ټاکنې ونه شي او اقتصادي پاليسۍ د ولس په ګټه تمامې نه شي نو هم به ګراني زياتېږي او نور خلک به د غربت د ليکې لاندې لاړ شي.
د اقتصاد پوهانو په نظر په ملکي کچه د زیاتېدونکې ګرانۍ، د بنیادي اډاڼې د نشتوالي او کمزورو اقتصادي پالیسو له وجې د عامو خلکو ژوند اغېزمن شوی دی، وایي د دې بنیادي وجوهات د حکومتونو نه پاملرنه او په دغو سیمو کې د امن و امان خرابي ده ځکه زیات غربت په وړو صوبو کې دی.
Forum