لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ريپبلېکن ګوند د بايډن په غيرقانوني کړنو ټينګار کوي خو ډيموکريټس وايي له مخالفينو سره ثبوتونه نشته


واشنګټن - د امريکا د ريپبليکن ګوند قانون جوړونکو په کانګرس کې د زيارت یا پنجشنبې په ورځ په خپله لومړنۍ رسمي اورونه کې د امریکا د خلکو په وړاندې استدلال وکړ چې صدر جو بایډن د خپلې کورنۍ د مالي ګټو لپاره له خپل دفتر څخه په ناسمه توګه کار اخیستې.

خو د دیموکرېټ ګوند مشران ټينګار کوي چې تحقیقاتو لا تر اوسه داسې شواهد نه دي وړاندې کړي چې د دغو دعوو تصديق ترې وشي۰

د ريبليکن ګوند مشرانو د زيارت يا پنجشنبې په ورځ د دوي د اورونې لومړنۍ رسمي څیړنه وکړه او په دې يې زور راوړ چې د بایډن د کورنۍ غړو د جو بايډن د صدارتي اختياراتو نه په ناسمه ډول ګټې پورته کړي

د کانګرس د مواخذې کمېټۍ مشر جېمز کامر وايي،

"له کلونو راهیسې، صدر بایډن د امریکا خلکو ته د هغه د معلوماتو او د خپلې کورنۍ په ناوړو کاروباري سکیمونو کې د ګډون په اړه دروغ ویلي. لږترلږه لس ځله، جو بایډن د امریکا خلکو ته دروغ وویل چې هغه هیڅکله له خپلې کورنۍ سره په کاروباري معاملو خبرې ندي کړي. هغه د امریکا خلکو ته دروغ وویل چې د هغه د رسمي حکومتي دندو او شخصي ژوند تر مینځ یو مطلق دیوال دی"

خو د ريپليکن ګوند غړو تر دې دمه کوم قوي شواهد ندي موندلي چې ولسمشر بایډن له خپل دفتر څخه ناوړه ګټه پورته کړې وي او دوی د پنجشنبې په اورونه کې کوم نوي ثبوتونه ندي وړاندې کړي

د کانګرس د مواخذې په کمېټۍ کې د ډېموکرېټ ګوند غړی جېمي راسکن وايي،

"دوی درې کسان د ګواهۍ لپاره رابللي دي. له دوی څخه یو هم د صدر د کوم ډول جرم عیني شاهد نه دی. له دوی څخه یو هم د اوکراین او بوریما اړوند د پیښو په اړه د مستقیم واقعیت شاهد نه دی او نه یې یو هم د اتو میاشتو تحقیقاتو کې برخه اخیستې ده. څنګه زموږ محترم چيرمېن په عامه توګه ذکر کوي چې دوي سل په سلو معلومات ترلاسه کړل؟"

ډیموکراټان استدلال کوي چې ريپليکنز د بایډن په اړه تحقیق ځکه کوي چې غواړي د پخواني صدر ډونلډ ټرمپ د ۹۱ قضيو نه پام واړوي کومې چه د هغه پر ضد روانې دي

د ډېموکرېټ ګوند غړې رابرټ ګارسيا وايي،

"دا ټول د ډونالډ ټرمپ په اړه دي - د هغه کمپاین او د هغه ملاتړ"

ريپبليکنز وايي چې دوي د فساد له منځه وړل غواړي. د( ای پي) خبري ادارې او د عامه چارو د مرکز(اين او ار سي) لخوا ترسره شوې نظرپوښتنې وموندله چې په 3 امریکایانو کې 1 په دې اړه ډیر اندیښمن دي چې ایا صدر جو بایډن به په ممکنه توګه د خپل زوی د کاروباري معاملې په اړوند غلط کار کړی وي.

د ريبليکن ګوند غړې ليزه مېکلېن وايي،

"راځئ چې یو څه روڼتيا ترلاسه کړو. راځئ چې د قانون حاکمیت تعقیب کړو"

د کانګرس ځینو ريپبليکن غړو د دې تحقیقاتو په اړه شک څرګند کړی او ویلي يې دي چې صدر د خپلې دندې لرې کولو لپاره د لوړو جرمونو معيار نه پوره کوي

او نور ريپبليکنز دا مني چې د مواخذې هر ډول هڅې به د امريکا په سېنېټ کې د ډېموکرېټ ګوند د اکثريت له وجې ختم شي.

د ريپليکنز ګوند غړی ډېرل ايسا وايي،

"موږ تمه نه لرو چې سينټ به د استیضاح لپاره رایه ورکړي"

که چری قانون جوړونکي د حکومتي لګښتونو په اړه موافقې ته ونه رسیدل نوحکومتي ادارې به کار کول بند کړي او د مواخذې اورونه به هم تر هغې وځنډېږي ترڅو چې حکومت پېسې تر لاسه کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG