د پاکستان په سیند صوبه کې چارواکي د پوليو د خاتمې دپاره په يو لانجمنه طريقه غور کوي چې پکې سزا شامله ده، سيند اسمبلۍ د تېر اګست د میاشتې په څلورمه نېټه د [سيند اېمونايزېشن اېنډ ايپيډېمک کنټرول 2023] په نوم قانوني مسوده منظوره کړې وه چې ترمخه یې د پوليو يا نورو ويکسينو څخه انکاريانو دپاره د يوې میاشتې زندان او 50000 روپیو جرمانې ویل شوي وو.
ويل شوي ياده قانوني مسوده د قانون جوړېدو په پړاو کې ده. د اې پي خبري ادارې د خبر ترمخه، د روان کال جنورۍ په میاشت کې په پاکستان کې 62000 ميندو پلارانو د حفاظتي ټيکو څخه انکار کړی او د زیاترو انکاريانو تعلق پکې د سيند صوبې سره وو او له دغې وروسته چارواکو د سزا د قانون وړانديز کړی وو.
خو د صحت نړيوال او نور پوهان وايي، د بند او سزا تګلاره به د پوليو ویکسينو په حواله اعتماد نور اغېزمن کړي، په ځانګړي ډول په يو داسې ملک کې، چرته چې ډېر خلک د وړاندې نه د غلطو شکونو ښکار دي او چرته چې د ويکسينو ګڼ مامورين په ډزو وژل شوي دي.
ویل شوي، هغه پوهان چې خلک په دې قانع کوي چې ويکسين محفوظ دي هغو ته ورپېښې مسلې ځکه نورې سېوا کيږي. پاکستان او افغانستان دواړه داسې ګاونډي هېوادونه دي چرته چې د پوليو مخنيوی نه دی شوی.
سږ کال تراوسه پورې پاکستان او افغانستان کې د پوليو اووه پېښې مخې ته راغلي دي.
د صحت د نړیوالې ادارې په ختيځ بحیره روم کې د پوليو چارواکی ډاکټر حامد جعفري وايي، نوی قانون به د ګټې په ځای تاوان واړوي او هغه پوهان چې د ويکسينو په حواله د خلکو قانع کولو هڅې کوي چې ويکسين محفوظ دي هغو ته ورپېښ مشکلات به نور سېوا کړي.
پاکستان کې چارواکو ويلي، د قانون بنيادي هدف یې د پوليو د حفاظتي ويکسينو شرحه سېوا کول دي په دې قانوني مسوده کې خسره، نمونيا او تور ټوخي سره نورې ناروغۍ هم شاملې دي.
په کراچۍ کې د صحت يوې کار کوونکې رخسانه بي بي ویلي تمه لري چې د نوي قانون سره به د ويکسينو څخه انکاريانو شرحه کمه شي او د صحت کار کوونکي به محفوظ شي.
د خبر ترمخه، پاکستان کې ډېر خلک د ویکسينو دپاره د بهرنيو ادارو په فنډنګ يا پېسو ورکوونکو او د پاکستان په حکومت شک کوي.
رخسانه بي بي ویلي، ځينې شاته پاتې عناصر په دغه غلطه سازشي نظريه يقين لري چې ګنې ويکسين د لويديځ هېوادونو لخوا د خلکو شنډولو يا چې بچي نه شي زېږولی د هغې دپاره د يو پلان برخه ده. خو بيا ډېر میندې پلاران دې ته لومړيتوب ورکوي چې حکومت ورته د صحت اسانتیاوې، خوراک او مالي مرستې ورکړي.
هغې ویلي، د میندو پلارانو خیال دی حکومت ځکه دې ويکسینو ته زياته توجه ورکوي چې په دې پېسې ورکول کيږي خو د دې په ځای دې د دوی د صحت بنيادي خيال وساتل شي.
د لندن سکول اف هايجين اېنډ ټراپيکل مېډيسن پروجېکټ مشر هاید لارسن ویلي، د ده نه دی خیال چې په جېل کې د خلکو اچولو سره به کومه ګټه وشي.
په سيند صوبه کې يو دولتي چارواکي ويلي، د صوبې په ځينو برخو کې د پوليو څخه انکاريانو شرحه 15 فيصده ده. د پوليو خاتمې دپاره 95 فيصده ماشومانو ته حفاظتي ټيکې لګول ضروري دي.
چارواکو ويلي، میندو پلارانو ته به د ويکسينو څخه په انکار سزا ورکول کيږي خو د هغوی د خوښې بغېر به یې ماشومانو ته دوايي نه ورکول کيږي.
فېلاډلفيا کې د ويکسينو د مرکز مشر ډاکټر پال اوفت ويلي، په سزا ورکولو سره د میندو پلارانو اعتماد په ځای کول به مشکل شي، او په خوله د پوليو د څاڅکو ورکول ښه ويکسين نه دي خو د ويکسينو نه اخستو څخه ډېر ښه دي.
په کراچۍ کې د درېو بچو پلار محمد اختر ویلي د پوليو په اهميت خبر دی ځکه د تره زوی یې په دغه ناروغۍ اخته شوی خو هغه خلکو ته د سزا ورکولو سره اختلاف لري او وايي میندو پلارانو ته دا واک پکار دی چې د هغو بچو ته دې کوم ويکسين ورکړی شي.
خو د کراچۍ د بنارس سره تعلق لرونکي محمد خان ویلي، د هغه اووه ماشومان دي او دليل لري چې پوليو هم د نورو معذوره کوونکو ناروغو په څېر يوه بيماري ده.
هغه ويلي خدای بچي ورکړي او هغه به یې حفاظت کوي.
پاکستان کې چارواکي وايي، اوس ورته هم د پوليو څاڅکو ورکولو په مهال يو چېلنج د پوليو څخه انکاريان دي خو چارواکي وايي، هڅه کوي چې خلک قانع کړي او د پوليو ضد څاڅکی ټولو ماشومانو ته ورسوي.
[خبر د اې پي په مننه]
Forum