لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عدالت د ترهګرۍ مقدمه کې تر ګرفتارۍ وړاندې د علي وزیر ضمانت منظور کړو


د ترهګرۍ ضد محکمې د ترهګرۍ په یوه مقدمه کې د پښتون ژغورنې غورڅنګ د مخکښ مشر اؤ د قامي اسمبلۍ د پخواني غړي علي وزیر تر ګرفتارېدو وړاندې ضمانت منظور کړی دی.

د علي وزیر وکیل ډیوه ته وایي، په اسلام اباد کې نن د زیارت-پنجشنبې په ورځ د ترهګرۍ ضد محکمه کې د علي وزیر د ضمانت د درخواست اوریدنه شوې ده اؤ د علي وزیر وکیل عطا الله کنډي عدالت ته ویلي دي چې پولیس د پلټنو لپاره د علي وزیر د نیولو هیڅ جواز نه لري.

دعلي وزیر وکیل عدالت کې ویلي چې پولیس وایي علي وزیر ورته د ترهګرۍ یوه زړه مقدمه کې مطلوب دی خو پوښتنه داده چې د دریوؤ کالو په اوږده موده کې تر اوسه پولیسو علي وزیر ولې نه دی نیولی اؤ یا یې ترې ولې پلټنې نه دي کړي؟

هغه ویلي کله چې علي وزیر په دې وروستیو کې د ترنول تاڼې په مقدمه کې پولیسو نیولی ؤ نو په هغه مهال ترې ولې یاده مقدمه کې پلټنې نه وې شوې ؟

د ترهګرۍ ضد محکمې جج ابو الحسنات ذوالقرنین له دلیلونو اوریدو وروسته دعلي وزیر ضمانت منظور کړی دی اؤ پخپله فیصله کې یې ویلي دي چې پولیسو تر اوسه د علي وزیر د نه نیول کېدو په اړه هیڅ جواز وړاندې نه کړی شو نو ځکه عدالت د هغه له ګرفتارۍ وړاندې ضمانت منظوروي.

د علي وزیر یو بل وکیل سمیع الله وزیر وي او ای ډیوه ته ویلي د علي وزیر خلاف د ترهګرۍ د دفعې لاندې دا مقدمه په ترنول تاڼه کې کال ۲۰۲۰م کې درج شوې وه اؤ وایي نن د ترهګرۍ ضد محکمې په دغه مقدمه کې علي وزیر ته تر ګرفتارۍ وړاندې ضمانت ورکړو.

د ستمبر په ۲۰مه نېټه مشر علي وزیر او د هغه یو بل ملګری ولسیار د سایبر جرم په تور درج مقدمه کې دپنجاب له اډیاله زندانه خوشي کړل شوي وؤ.

د پلټنو مرکزي ادارې اېف آي اې علي وزیر د ستمبر په ۱۵مه نېټه اډېاله بندي خانې نه په ېوه بله مقدمه کې له خوشې کېدو وروسته ګرفتار کړی ؤ اؤ وروسته یې عدالت نه د هغه د جسماني ریمانډ غوښتنه کړې وه چې عدالت نه وه منلې.

علي وزیر د اګست په ۱۸ ڼېټه په اسلام آباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د جلسې وروسته نیول شوی و اؤ په هغه یو شمېر مقدمې درج کړی شوې وې چې پکې د بغاوت، ترهګرۍ ، بغیر د اجازې د جلسې کولو اؤ په ټولنیز رسنیو د ریاست خلاف د بیانونو مقدمې شاملې دي.

دا وړومبی ځل نه دی چې پاکستان کې علي وزیر یا د پي ټي اېم نور غړي نیول شوې دي، تر دې وړاندې کال ۲۰۲۹م کې د خړ کمر د پېښې وروسته هم علي وزیر اؤ محسن داوړ نیول شوي وو او وروسته کال ۲۰۲۱م کې په کراچې ښار کښې یوې جلسې ته د وینا کولو وروسته په علي وزیر د بغاوت مقدمه درج کړی شوې وه اؤ هغه نیول شوی ؤ.

کال ۲۰۱۸م کې په اسلام آباد کښې د پي ټي‌اېم د پرلت په مهال د هغه وخت حکومت د پي ټي اېم غوښتنې جائز ګرځولې وې خو وروسته یو خبري کانفرنس ته وینا کې د پوځ د ویاند ادارې آی اېس پي آر د هغه وخت ویاند ښاغلي اصف غفور ویلي وؤ چې د پي ټي اېم بیانیه به نوره برداشت نه کړی شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG