واشنګټن - اوکرایني پوځیانو خپل ځوابي عملیات زیات کړي خو پنټګان خبرداری ورکړی چې د کانګرس له اقدام پرته به د روس د یرغل په وړاندې د روانو هڅو د ملاتړ لپاره پیسې په څو میاشتو کې خلاصې شي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، دی به لویه وینا وکړي چې امریکایان له اوکراین سره مرستو ته وهڅوي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل،
"زه به دا استدلال وکړم چې دا په بشپړه توګه د امریکا په ګټه ده چې اوکراین بریالی شي."
خو د امریکا د استازو له جرګې څخه د کېون مکارتې تر لېرې کېدو وروسته په لومړي ځل یو ریپبلېکن استازي جېم جورډن په ډاګه وویل، چې دی له اوکراین سره د مرستو د پکیج پرضد دی.
رېپبلېکن استازی جېم جورډن وايي،
"د امریکایانو په زهنونو باندې تر ټولو د زیات فشار مسله اوکراین نه دی. بلکه د پولې حالات دي او په سړکونو باندې جرمونه دي."
اخوا د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي په هسپانیې کې د اروپا د ۵۰ هېوادونو د مشرانو غونډې ته له رسېدو سره سم خبریالانو ته ویلي.
"بنیادي چېلنجونه چې مونږ یې لرو هغه دا دي چې په اروپا کې اتحاد وساتو. زه یواځې د اروپايي ټولنې خبره نه کوم زه د ټولې اروپا خبره کوم. زه فکر کوم تر ټولو لویه ننګونه دا ده چې روس به په معلوماتو، ناسمو معلوماتو، په جعلي او داسې نورو باندې بریدونه وکړي. بله مهمه مسله د اوکراین لپاره دا ده چې په ژمي کې ځان وساتي ځکه په ژمي کې به له هر لوري څخه پر مونږ بریدونه وشي. بیلابېل روسي میزایل او ایراني ډرونونه به وي."
پوهان وايي، که پیسې پر وخت برابرې نشي نو دا د اوکراین د جګړې په ډګر او د روس په ځواکمنتیا اغیز کولای شي.
له هډسن انسټیټیوټن څخه لوک کوفې وايي،
"روسان ډېره هیله لري چې په امریکا کې دا ګډوډي دوام وکړي او اوکراین ته کومې پیسې ور نه کړل شي."
خو د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډیمیټري کولیبا د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي و دی د امریکا په مرستو ډاډه دی.
اخوا د روس د دفاع وزیر سرګي شایګو د روس په جنوبي برخو کې د پوځي روزنې له مرکزونو څخه لیدنه کړې.
دفاع وزارت ویلي، چې شایګو د جنګي ډرونونو د کارولو او د دوښمن د اهدافو او پوځي وسایلو د منځه وړلو چارې له نېږدې لیدلي.
د اوکراین جګړه شلمې میاشتې ته په داخلېدو ده او د ناټو د پوځي کمېټې مشر د نهې یا سې شنبې په ورځ د وسلو د زېرمو د کمېدو خبرداری ورکړی.
اوکرایني ځواکونه هره ورځ په یرغلګرو روسي ځواکونو باندې د راکټونو تر ۷۰۰۰ پورې ګوزارونه کوي.
د ناټو د پوځي کمېټې مشر ادم راب بویر وايي،
"مونږ د اروپا له نیمه ډکو او یا کمو زېرمو څخه د وسلو لېږل پیل کړل. نو ځکه د زېرمو لاندینۍ برخه اوس لیدل کېږي او اړتیا ده چې د وسلو صنعت خپل تولید ډېر زیات کړي. مونږ ډېرو وسلو ته اړتیا لرو."
اروپا او امریکا دواړو د وسلو د تولید د زیاتولو پلانونه روښانه کړي.
پنټګان دا اونۍ ویلي، د امریکا د پوځي زېرمو د نویو کولو لپاره د کانګرس لخوا د منظور شویو ۲۵.۹ بیلینو ډالرو څخه یواځې ۱.۶ بیلینه پاتې دي ځکه ډېري وسلې اوکراین ته روانې دي.
امریکا د جګړې له پیل راهیسې کیېف ته نزدې ۴۶.۶ بیلینه ډالرو په اندازه پوځي مرسته کړې ده.
دغه ډول اروپايي ټولنې ورسره د ۲۷ بیلینو او برتانیې د اوه بیلینو ډالرو مرسته کړې.
Forum