لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وايي د غېر قانونه کډوالو ضد عملياتو هدف یې د کوم مخصوص هيواد وګړي نه دي


پاکستان ويلي، د غېر قانونه غېر ملکیانو کډوالو ضد عملياتو هدف یې د کوم مخصوص يا ځانګړي هيواد وګړي نه دي. خو غېر ملکيانو ته د نومبر د لومړۍ نېټې پورې د وتلو د وخت ورکولو پاکستانۍ فېصله ملګرو ملتونو د اندېښنې وړ بللې ده.

د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنېسټي انټرنېشنل او هیومن رایټس کمېشن اف پاکستان، چې په پاکستان کې د انساني حقونو غېر حکومتي تنظیم دی، هم د پاکستان په فېصله تنقید کړی دی.

د پاکستان د تازه اعلان وروسته زياتره د افغان کډوالو په حواله خبرونه مخې ته راغلي چې د نيولو لړۍ یې پېل شوې او تنګول کيږي، د بل کوم هېواد د وګړي نيولو په حواله ښکاره بيانونه نه دي ورکړل شوي.

پاکستان اعلان کړی چې د نومبر د وړومبۍ نېټې وروسته به د افغانانو په شمول د غېر قانوني غېر ملکیانو خلاف اقدامات کوي او د هېواد نه به ویستل کيږي.

د پاکستان د حکومت د تازه اعلان نه وړاندې د ستمبر په 15مه نګران وزیراعظم انوار الحق په هېواد کې په غېر قانوني توګه مېشت کډوال به دلته اوسېدو ته نه پرېښودل کیږي او بېرته به خپلو هېوادونو ته شړل کيږي.

او له دغې وړاندې په نهم ستمبر د سيند صوبې ګورنر کامران ټيسوري مطبوعاتو سره په خبرو کې دعوه کړې وه، "غېر قانونه افغانان د جرمونو او ترهګرۍ غټه وجه ده د هغو پرضد به په زورور قوت سره عمليات په نظر راشي دا خلک به نيول کيږي او بيرته به ليږل کيږي".

د ګورنر د اعلان سره سم په کراچۍ کې افغان کډوالو ویلي وو، پوليسو یې د نيولو لړۍ پېل کړې او په کراچۍ کې د طالبانو د کونسلګرۍ ترمخه د 1000 نه افغان کډوال نيول شوي چې ځينې يې د عدالتونو څخه خوشي شوي خو ډېری بندي کړی شوي دي.

درې ورځې وړاندې په اسلام اباد کې د طالبانو سفارتخانې هم ويلي وو، په تېرو دوو اوونيو کې د پاکستان په مختلفو برخو، اسلام اباد او خواوشا سيمو کې 1000 تنه افغانان نیول شوي چې نيمايي يې د مهاجرت يا سفر اسناد هم لري. سفارتخانې دعوه کړې وه د افغانانو نيولو د عملياتو په مهال ځينې کسان وژل شوي هم دي.

د اسلام اباد پوليسو دغه تور ته رسمي کوم ځواب نه وو ويلی خو پرون یې ويلي، د غېر ملکيانو ضد عملياتو کې د 1126 کسانو پلټنې شوي، د 503 سره هیڅ ډول اسناد نه وو، د هغوی پرضد د بهرني اېکټ لاندې کارروايي شوې او عدالتونو ته وړاندې شوي وو.

ویل شوي وو، د 623 کسانو سره منظور شوي د پېژندګلو اسناد وو او هغوی خوشي کړی شوي وو.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند ممتاز زهرا بلوڅ نه پرون په خبري غونډه کې د افغان کډوالو په حواله پوښتنې شوې او هغې یې په ځواب کې ویلي، "د افغان کډوالو په حواله د پاکستان په قامي پاليسۍ کې کوم بدلون نه دی راغلی او د چېنلجونو باوجود د 1.4 ملينه افغان کډالو کوربه توب کوي".

هغې زياته کړې، "د پاکستان تازه پرېکړه د افغان کډوالو ضد نه ده دا پرېکړه په پاکستان کې د غېر قانونه غېر ملکیانو تنظيمول دي پرته له دې چې دوی د کوم هېواد سره تعلق دی".

بلوڅ په ټينګار سره تکرار کړې، "د پاکستان تازه پرېکړه د کوم مخصوص هېواد د وګړو دپاره نه ده د افغان چاوراکو سره د پاکستان رابطې دوام لري او د کډوالو د بيرته ستنولو ترڅنګ ورسره په دوه اړخيزه چارو خبرې اترې کوي".

هغې زياته کړې، "تازه پرېکړه د غېر قانونه غېر ملکيانو په حوالې سره ده نه چې د مهاجرينو يا کډوالو دپاره، د دواړه بيلې قضيې دي".

خو د پاکستان د غېر قانونه غېر ملکيانو د ویستلو د اعلان وروسته په افغانستان کې واکمنو طالبانو دغه پرېکړې ته ښکاره غبرګون ويلی دی.

د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب د غېرقانوني افغان کډوالو د ورستنولو په اړه د پاکستان پرېکړه غندلې، دا یې له انصافه لرې بللې او د پاکستان له خلکو، سیاستوالو او دیني عالمانو یې غوښتي چې خپل چارواکي له داسې کارونو را وګرځوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG