واشنګټن - نوموړې په خپلې څېړنې سره په کار کې د ښځو د پرمختګ په اړه په نړۍ کې پوهاوی زیات کړی.
د نوبل کمېټې دغه اعلان د ګل یا دوشنبې په ورځ په سټاکهوم کې وکړ.
اغلې ګولډېن دریمه ښځه شوه چې په اقتصاد کې د نوبل جایزه ګټي خو په دې کې لومړۍ شوه چې په یواځې توګه یې ګټلې.
هغه د اقتصاد په ډګر کې ډېرې لاسته راوړنې لري. لومړنۍ ښځه وه چې په ۱۹۸۹ کال کې د هارورډ پوهنتون په اقتصاد کې ورته د پروفیسرۍ د دندې وړاندیز وشو.
ګټونکې څوک ده؟
۷۷ کلنه کلوډیا ګولډېن د هارورډ پوهنتون د اقتصاد پروفیسره ده. هغې ګڼ کتابونه لیکلي او ایډیټ کړي دي او تر ټولو وروستی یې د "کار او کورنۍ: د برابرۍ پر لور د مېرمنو د یوې پیړۍ سفر) تر نامه لاندې په ۲۰۲۱ کال کې چاپ شوی.
کمېټې ولې ویلي چې دوی جایزه ترلاسه کړې؟
کمېټې اغلې ګولډېن ته د ښځو د کار په اړه د څېړنې لپاره ورکړې په کوم کې چې ښودل شوي د ښځو د کار کولو کچه چې مخکې له دې چې په ۱۹۰۰ پیړۍ کې زیاته شي په ۱۸۰۰ پیړۍ کې کمه شوې وه.
هغې همدارنګه ښودلې چې د جنسیت له مخې په تنخوا او مزد کې توپير دی، که څه هم د وخت په تېرېدو سره پکې پرمختګ راغلی.
Forum