لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان طالبانو دا دعوې رد کړې چې ګني دوی کوشش کوي په جنګ کې د حماس مدد وکړي


په اسرائیل باندې د حماس ډلې د وروستیو حملو او بیا ورپسې غزه باندې د اسرائیل لخوا د انتقامي کاروایۍ نه پس، په اېکس سوشل مېډیا پلېټفارم کې یو جعلي پوسټ خپور شو چې ګني طالبان غواړي د اسرائیل مقابله کې د جګړې دپاره منځني ختیځ ته لاره پیدا کړي. په اېکس باندې دې جعلي لیکنې افغان طالبان دې ته اړ کړل چې دغه دعوې رد کړي.

څېړونکي وایي دغې خبرې طالبان په یو ډېر سخت موقف کې ګېر کړل، ځکه په ښکاره یې د حماس ډلې د فعال ملاتړ نه مخ واړولو او ممکن دې سره د طالبانو ځیني کسان په غوسه هم شي.

د سوشل مېډیا یو اکاونټ چې د طالبانو د عامه تعلقاتو څانګه (TalibanPRD) نومیږي او وروسته یې خپل نوم په فري پلېسټاین (آزاد فلسطین) بدل کړی، د خالي/شنبې په ورځ ولیکل چې طالبانو د ایران، عراق او اردن سره خبرې کړي چې دوی ته دې لار ورکړي څو د حماس او اسرائیل ترمنځ جګړه کې ځان حماس ډلې ته ورسوي.

په اېکس پلېټفارم باندې دغه پوسټ دوه نیم میلینه واره لیدلی شوی او ځینو مېډیا ادارو یې هم خبر ورکړی دی.

د قطر په پایتخت دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر محمد سهیل شاهین په وټساپ ګروپ کې یوې ډلې صحافیانو ته وویل چې دغه خبر غلط دی.

هغه په دې اړه د یوې پوښتنې په جواب کې ولیکل: "صحیح ندی. دا افواهات دي، تصدیق شوی خبر ندی."

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد وي او اې ته وویل چې د طالبانو "خارجه وزارت یو بیان جاري کړی، او د طالبانو موقف هماغه شان دی."

د طالبانو د حکومت خارجه وزارت چې د شنبې/خالي په ورځ څه بیان جاري کړی و، هغه کې یې وویل چې دوی "په غزه کې وروستۍ پېښې له نږدې څاري."

طالبانو په بیان کې دا هم ویلي چې د دوی "اسلامي امارت د فلسطین د خلکو د ازادۍ او د خپلو مقدساتو څخه هر ډول دفاع او مقاومت د دوی مشروع حق بولي."

د حماس ډلې او اسرائیل ترمنځ جګړه د شنبې/خالي په ورځ پس له هغه پیل شوه چې د حماس وسله وال د غزې له سرحده تېر شول او په اسرائیل کې دننه یې خلک ووژل، زخمیان کړل او ځیني یې یرغمل یووړل.

حماس یو د هغو ډلو وه چې افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسېدو مبارکۍ یې ورکړې وې، او تر اوسه یې څو ځله د طالبانو سره ملاقاتونه هم کړي دي.

سخته دو راهي

په واشنګټن کې د نړۍ د جاري حالاتو په انسټیټيوټ کې څېړونکی هاشم وحدتیار وي او اې ته وویل چې په اېکس (پخواني ټوېټر) باندې فرضي پوسټ، طالبان په یو سخت موقف یا دو راهي کې ګېر کړل.

هغه وویل چې طالبان "حماس ته مایله دي" او هغې ډلې ته به "سیاسي، لاجسټيکي، او پوځي" حمایت فراهم کړي، مګر دا خبره به په ښکاره نه اعلان کوي.

وحدتیار زیاته کړه: "طالبان به په ښکاره د حماس ملاتړ ونه کړي، ځکه د دوحه لوظنامې په بنیاد دا فرایض لري چې طالبان باید د افغانستان نه امریکا او اتحادیانو ته یې، د مثال په توګه اسرائیل ته، د هر ډول ګواښ مخه نیسي."

د امریکا په نبراسکا یونیورسېټۍ کې د افغانستان د مطالعاتو مرکز مشر شېرجان احمدزی هم وایي چې که طالبان د منځني ختيځ په جنګ کې شامل شي، دا به د دوحه لوظنامې سرغړونه وي.

احمدزي وي او اې ته وویل: "که چېرته طالبان د فلسطین-اسرائیل په جنګ کې ورګډ شي، دا به د دوحه معاملې یوه نېغ په نېغه خلاف ورزي وګڼل شي."

شېرجان احمدزی زیاتوي چې طالبان ممکن په رسمي شکل د منځني ختیځ په جګړه کې دخالت ونکړي، مګر "د طالب وسله والو داسې ډلې به وي چې لا هم په نړېوال جهاد باور لري او د اسرائیل-فلسطین جګړې ته د یوې مذهبي فریضي په حیث ګوري چې په کې شامل شي."

یو بل څېړونکی او پروفېسر ټامس جانسن هم وي او اې ته وویل چې که څه هم د طالبانو موقف ډېر سخت د اسرائیل ضد دی، مګر دا نده معلومه چې آیا د لفظي ملاتړ نه بغیر به طالبان حماس ته د څه امداد ورکولو دپاره څه ذرائع ولري او که نه.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG