لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انوار الحق کاکړ: افغانستان کې زلزله ځپلو له د مرستو لېږلو لارښوونه یې کړې


د پاکستان وزیراعظم انوار الحق کاکړ د افغانستان په هرات کې شوې زلزله کې په مړينو د افسوس څرګندونه کړې او د زلزلې څخه اغېزمنو دپاره په سمدستي ډول د مرستو لېږلږو لارښوونه کړې ده.

نوموړي په اېکس [پخواني ټويټر] ویلي، په دې مشکل وخت کې د افغانانو سره ولاړ يو.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو ویلي وو، هرات کې شوې د اووم اکتوبر په زلزله کې د 2000 نه زيات کسان مړه شوي د 1200 نه زيات ژوبل شوي او د 1300 نه کورونه په بشپړ ډول ويجاړ شوي دي.

د رپوټونو ترمخه په زلزله کې د مړه شمېرې ويل شوي خو ويل کيږي چې ګڼ کسان اوس هم ورک دي.

د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ويلي، د قدرتي افتونو په وخت د انتظام قامي ادارې [اېن ډي اېم اې] ته یې لارښوونه کړې چې اغېزمنو خلکو ته د زيات نه زياتې مرستې وليږي.

هغه ویلي، افغان حکومت ورته په خصوصي توګه د مېډيکل ټيم، فيلډ هسپتال، 50 خېمو او 500 کمبلو لېږلو خواست کړی او دغه امداي سامانونه لېږل کیږي.

د امريکې د بهرنيو چارو وزير اينتني بلينکن هم ويلي، د افغانستان د زلزلې اغېزې څاري او همکاران به یې بېړنۍ بشردوستانه مرستې وکړي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG