د پاکستان پوځ دعوه کړې چې له افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا ناارامه سيمې شمالي وزيرستان او ډېره اسماعيل خان ضلعو کې یې عمليات کړي او دوه ترهګر یې وژلي دي.
د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه پوځ ويلي، د ډېره اسماعيل خان په کلاچي علاقه کې یې د استخباراتو په اساس عمليات کړي او د ډزو په تبادله کې يو ترهګر وژل شوی دی.
پوځ دعوه کړې، وژل شوی ترهګر د ترهګرۍ په پېښو کې ککړ وو چې پکې په هتالا او روړي پوليس چيک پوستو تازه بريدونه شامل وو.
خو د وژل شوي ترهګر پېژندګلو نه ده ښودل شوې.
د ګل، دوشنبې په ورځ ډيره اسماعیل خان کې د پولیس په پوسته وسله والو د لاسي بمونو او راکټي برید ترڅنګ ډزې کړې چې پکې یو پولیس اهلکار وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي وو. په دې برید کې وسله والو ته د مرګ ژوبلې هیڅ رپوټونه مخې ته نه وو راغلي.
پولیس دا پېښه تایيد کړې او ويلي یې وو دا برید وسله والو د کلاچۍ تحصیل په هتاله سیمه کې د پولیسو په پوسته کړی دی.
تحریک طالبان پاکستان په هتاله پوليس پوسته د بريد زمه واري منلې وه.
پوځ دعوه کړې د شمالي وزيرستان په ميرانشا کې یې د ترهګرو ځالې په نخښه کړي او يو ترهګر یې وژلی دی.
ويل شوي د وژل شوي ترهګر د ولقې نه وسله او ګوله باردو ترلاسه کړی شوي دي.
له دې وړاندې له خېبرپښتونخوا سره نزدې د بلوچستان په ږوب سيمه کې پوځ د وسله والو د جګړې ویلي وو.
پوځ ويلي وو د اکتوبر د اتمې او نهمې په مينځنۍ شپه کې د ږوب په سمبازه سيمه کې له وسله والو سره نښته شوې پينځه ترهګر یې وژلي وو.
او په نښته کې د يو پوځي مېجر او حوالدار هم وژل شوي وو.
تحریک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري هم منلې وه.
پاکستان کې د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) د ملک د امنیتي حالاتو په حوالې سره پخپل یو تازه رپورټ کې ویلي، سږ کال په ټول هیواد کې د ترهګرۍ 1,087 پیښې مخې ته راغلې دي.
په رپوټ کې ویل شوي چې په دغو پېښو کې 36 فیصدي بریدونه پر امنیتي ځواکونو شوي او دا په تېرو اتوو کلونو کې د ترهګریزو بریدونو تر ټولو لوړه شرحه ده.
په رپورټ کې ویل شوي، په تېرو درېو میاشتو کې د تندروۍ په شویو پیښو کې 58 فیصده عام وګړي، 23 فیصده د امنیتي ځواکونو کسان وژل شوي، او په دغه موده کې په وژل شوو کسانو کې یوازې 20 فیصده توندلاري وسله وال وو.
Forum