لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: هرات بلې زورورې زلزلې لړزولی


د امریکا د جیولوجیکل سروې ادارې د افغانستان هرات ولایت ته څېرمه د یوې بلې زورورې زلزلې خبر ورکړی چې شدت یې په رېکټر سېکل 6.3 درجې اټکل شوی دی.

یاده اداره وايي، دا زلزله له هرات څخه 28 کیلومټره شمال لویدیځ لوري ته شوې ده.

د امریکا د جیولوجیکل ادارې لخوا د زلزلې د دغې نوي ټکان خبر په سیمیزه وخت د شورو یا چهارشنبې د سهار په شاخوا 5:30 يا پينځه نيمې بجې ورکړل شوی دی.

د ازادۍ رېډيو ترمخه په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ویلي، د زلزلې د تلفاتو په اړه تراوسه دقیق معلومات نه شته، خو مالي زیانونه اوښتي.

د هرات د حوزوي روغتون یوه چارواکي ویلي چې له سهارنۍ زلزلې وروسته دې روغتون ته د ټپيانو لېږدول پېل شوي دي.

له دې وړاندې په هرات کې د خالي، شنبې په ورځ اووم اکتوبر شوې زلزله کې د مړو شمېره د 2400 نه سېوا شوې ده.

د افغان رېډ کرېسنټ مشر مطیع الحق خالص وي او اې ته ویلي، د ملبې لاندې اوس هم مړي شته او ډېرې کسان بې درکه دي.

د افغانستان روغتیا وزارت په زلزله کې د 2445 کسانو د مړینې خبر ورکړی دی خو د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې اوچا د مړو شمېر 1300 او بې درکه کسانو شمېره 500 ويلې ده.

ويل شوي په ژوبلو کې 450 کسان چې زياتره یې زنانه او ماشومان وو درملنه یې شوې ده.

د امدادي کار کوونکو په وينا زلزله ځپلي په سمدستي توګه خوراک، سر پناه او دوايانو يا درملو ته اړتيا لري.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان کې د پولیو د څاڅکو ځانګړی کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG