د یو ورځني کرکټ نړیوال کپ په نهمه سیالۍ کې د افغانستان لوبډلې هند ته د 273 منډو هدف ورکړی دی.
د شورو یا چهارشنبې د نوي ډیلي ارون جیټلي اسټيډيم کې د پېل شوې دې سیالۍ پچه افغان لوبډلې ګټلې چې پخپله یې وړومبی د توپ وهنې یا بیټنګ پرېکړه کړې ده.
دافغانستان لوبډلې په ټاکلو 50 اوورونو کې د 8 لوبغاړو په تاوان 272 منډې جوړې کړې دي چې په دې کې تر ټولو زیاتې 80 منډې د حشمت الله شهیدي دي.
دافغانستان ابراهیم ځدران 22 منډې جوړې کړې اؤ د جسپریت همراه په بال وسوځېدو، رحمان الله ګربز 21 منډې جوړې کړي اؤ د هاردک پانډیا په بال سوځېدلی دی.
همدا شان رحمت شاه په 16 منډو جوړولو د شادل ټهاکر په بال سوځېدلی دی.
دافغانستان عظمت الله عمرزئ په دې سیالۍ کې 62 منډې جوړې کړې اؤ له سوځېدو بچ پاتې شو.
تر دې وروسته به اوس د هند لوبډله توپ وهنې ته را اووځي اؤ هڅه به کوي چې په ټاکلو 50 اوورونو کې اوورونو کې د افغانستان لخوا د ورکړل شوؤ 273 منډو هدف هدف ترسره کړي.
دافغانستان په لوبډله کې کپتان حشمت الله شهیدي، رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدران، رحمت شاہ، نجیب الله ځدران، محمد نبي، عظمت الله عمر زئ ، راشد خان، مجیب الرحمان، نوین الحق او فضل حق فاروقي شامل دي.
همد شان د هند په لوبډله کې بیا کپتان روهت شرما، ایشان کِشن، ویرات کوهلي، شیرس ایر، کی ایل راهول، هاردیک پانډیا، رویندرا جډیجه، شاردل ټهاکر، کلدیپ یادیو، جسپریت همراہ او محمد سراج لوبه کوي.
ټاکل شوې ده د نړیوال کپ په دې سیالیو کې به د هند اؤ پاکستان تر منځ میچ 14 م اکتوبر د هند داحمد اباد په نریندر مودي اسټيډيم کې کولی شي.
Forum