لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رېپبلېکنز د استازو جرګې د مشرۍ لپاره سټیو سکالیز نومولی دی


واشنګټن – رېپبلېکنز د امریکا د استازو جرګې د مشرۍ لپاره د شورو یا چهارشنبې په ورځ سټیو سکالیز نومولی دی.

د استازو د جرګې د مشرۍ یا سپیکر په څوکۍ باندې تر دې مخکې کېون مکارتي کار کاوه چې بیا تېره اونۍ له خپلې څوکۍ څخه لېرې کړای شو.

د سکالیز نومول د بندو دروازو تر شاه په یوې پټه رایه اچونه کې شوي په کومه کې چې جمهوري غوښتونکو یا ریپبلېکنز بلاخره د جرګې د قضایه کمېټې د مشر جېم جورډن پر ځای سکالیز ټاکلی.

۵۸ کلن سکالیز د ریپبلېکنز ملاتړ ګټلی او لومړنی ملاتړ یې د ګوند د اوږد مهاله او رسېدلو غړو څخه ترلاسه کړی.

اوس باید سکالیز د ټولې جرګې (آیوان نمایندګان) لخوا د تایید رایه واخلي چېرې چې ریپبلېکنز لږ زیات اکثریت (221-212 ) لري.

دا په دې معنی چې ریپلېکنز باید د سکالیز تر شاه متحد پاتې شي چې د سپیکر د بریا لپاره کافي ووټونه ترلاسه شي.

دا څرګنده نه ده چې ایا د جورډن ملاتړي به د سکالیز ملاتړ وکړي او که نه خو دواړو ویلي چې دوی به د ریپبلېکن ګوند له کاندید څخه ملاتړ کوي.

مکارتي په جنورۍ کې له ۱۵ ځله رایه اچونې وروسته سپیکر ټاکل شوی و ځکه ډیموکراټانو په بشپړه توګه د خپل کاندید حکیم جیفریز چې په هاوز کې د ډیموکراټانو مشر دی ملاتړ کاوه.

مکارتي د خپل ګوند د استازي مات ګیتز لخوا په پیل شوي تحریک کې وروسته له دې له خپلې څوکۍ څخه لېرې کړای شو چې د حکومت د شټ ډاون د اړولو لپاره یې د ډیموکراټانو په رایه تکیه وکړه.

مکارتی لومړنی سپیکر دی چې له خپلې څوکۍ څخه لېرې شوی.

د سپیکر د څوکۍ له خالي کېدو سره په هاوز کې کار زیات شوی په داسې حال کې چې د لګښتونو په ګڼو بېلونو باندې د کار د پای ته رسېدو لپاره وروستۍ نېټه د نومبر میاشتې نیمايي ټاکل شوې ده او که نه نو حکومت به له شټ ډاون سره مخ شي.

له اوکراین سره مرسته هم تصویب کېدو ته انتظار باسي.

د دې ترڅنګ په اسرایلو کې وروستیو پرمختګونو ته په کتلو سره رېپلېکنز په دې اړتیا پوه شوي چې خپل سپیکر ژر وټاکي تر څو جرګه بېرته کار ته راشي.

سکالیز وویل، "دا‌ ډېر ډېر مهم دي چې کانګرس بېرته په کار شي."

د دې راپور ځینې برخې د اسوسېټېډ پریس، فرانس پریس او رویټرز څخه اخېستل شوې دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG