لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: په شپږو ورځو کې د 400 نه زیاتې افغان کډوالې کورنۍ د تورخم له لارې بيرته ستنې شوي


د پاکستان سرکاري خبري ادارې ويلي، د پاکستان نه د تورخم د لارې افغانستان ته د کډوالو بيرته ستنېدو لړۍ دوام لري او غېر قانونه کډوال بيرته ستنيږي. پاکستان په درېم اکتوبر اعلان کړی غېر قانونه غېر ملکيان دې د لومړي نومبر پورې په خپله د پاکستانه ووځي.

رېډيو پاکستان په خپل خبر کې ويلي، پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ د تورخم په پوله د 60 نه زياتې کورنۍ بيرته افغانستان ته ستنې شوي دي.

ویل شوي، په تېرو شپږو ورځو کې د 400 نه زياتې افغان کډوالې کورنۍ بيرته تللي دي.

د پاکستاني حکومت د غېر قانونه غېر ملکیانو وتلو د نېټې اعلانولو وروسته پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي په سخته ويره کې دي.

د پاکستان حکومت د غېر قانونه غېر ملکيانو د ويستلو اعلان کړی خو د تېرې ستمبر د میاشتې راهسې په ځانګړي ډول کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو نيولو لړۍ پېل شوې وه.

د کډوالو په خبره د کراچۍ پوليس هغه کډوال هم نیولي چې قانوني اسناد ورسره وو، دوی د پېسو دپاره تنګول، نيول او ځورول شوي خو پوليسو دغه تورونه رد کړي او ويلي يې وو يواځې غېر قانونه غېر ملکيان نيسي.

د پاکستان د غېر قانونه غېر ملکیانو د ويستلو فېصلې ته پښتنو ملت پالو سياسي او مذهبي ګوندونو سخت غبرګون ويلی چې افغانان کډوال دې ونه ځورول شي.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب هم د غېرقانوني افغان کډوالو د ورستنولو په اړه د پاکستان پرېکړه غندلې، دا یې له انصافه لرې بللې او د پاکستان له خلکو، سیاستوالو او دیني عالمانو یې غوښتي چې خپل چارواکي له داسې کارونو را وګرځوي.

خو پاکستان ويلي، د غېر قانونه غېر ملکيانو فېصله يواځې د افغانانو دپاره نه ده د ټولو غېر قانونه غېر ملکیانو دپاره ده.

پرون د پاکستان د نګران حکومت د اطلاعاتو وزیر مرتضا سولنګي په خبري غونډه کې بيا تکرار کړې، د هغو افغان کډوالو ضد هیڅ کارروايي نه کيږي څوک چې پي او آر کارډ لري.

هغه ویلي، هغه افغان کډوال چې افغان سيټيزن کارډ لري د هغو خلاف هم کارروايي نه کيږي.

نوموړي زياته کړې، د 31م اکتوبر پورې مهلت يا وخت هغو کسانو ته ورکړی شوی چې ووځي څوک چې ويزا يا قانوني اسناد نه لري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG