لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګروملتونو له غزې او مقبوضه لویدیځې غاړې سره د بشري مرستو لپاره د ۲۹۴ میلینو ډالرو غوښتنه وکړه


واشنګټن – د ملګروملتونو د بشری مرستو د تنظیم ادارې یا اوچا د بشري مرستو په برخه کې خپلو شریکانو ته د ۲۹۴ میلینو ډالرو غوښتنه کړې چې په غزه او مقبوضه لویدیځه غاړه (ویسټ بېنک) کې پرې تر ټولو اړمنو څه باندې ۱.۲ میلیونو کسانو سره مرسته وکړي.

اوچا د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په دې اړه خپور کړي راپور کې ویلي، چې دغه پیسې به په یادې سیمه کې د ملګروملتونو د ۱۳ ادارو، ۲۹ نړیوالو انجیوګانو، ۳۵ کورنیو انجیوګانو او د سره صلیب ادارې لخوا لګول کېږي.

ملګري ملتونه په غزه کې د فلسطیني کډوالو په کمپ کې چې ۱.۵ میلیونه خلک پکې راجستر دي په بنسټیزو خدماتو، تعلیم، روغتیا، ټولنیزو خدماتو او د کمپ د بنیادي چارو په برخه کې مرسته کوي.

دغه ډول ملګري ملتونه په لویدیځه غاړه کې ۱.۱ میلیون فلسطیني کډوالو او نورو راجستر شویو کسانو سره مرسته کوي چې ۸۹۰۰۰۰ یې کډوال دي.

ملګروملتونو ویلي، د دې لپاره چې له اړینو خلکو سره مرسته وشي نو ددغو غوښتل شویو پیسو ترلاسه کول ضروري دي.

اوچا د خپل راپور په یوې برخه کې ویلي، چې نړیوالې ټولنې په تېرو کلونو کې د بشري غبرګون له پلانونو سره په سخاوت مرسته کړې چې د فلسطینيانو بشري اړتیاوې پوره شي.

خو د ۲۰۲۳ کال لپاره د پیسو برابرول د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې په غزه او بیا لویدیځه غاړه کې د حالاتو له خرابېدو سره له ستونزو سره مخ شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG