لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایلي ځواکونو د غزې خلکو ته له سیمې د وتلو امر کړی، حماس خلکو ته ویلي په کورونو کې پاتې شئ


د ملګرو ملتونو چارواکي وایي د پنجشنبې- زیارت په ورځ ناوخته د اسرایلي پوځ چارواکو ورته ویلي، چې د غزې پټۍ د شمالي سیمې ټول خلک باید په 24 ساعتونو کې له خپلې سیمې ووځي او د غزې په جنوبي برخه کې واړوي.

د غزې د شمالي سیمې ابادي شاوخوا 11 لکه ده او د اسرایل دې اعلان عام خلک او مرسته کوونکې ډلې اندېښمنې کړې دي چې څنګه به په یوه ورځ کې دننه دا سیمه خالي کوي.

اسرایل یو بل امر هم کړی چې له غزې ښاره دې ټول خلک ووځي، تمه کېږي چې چې اسرایلي ځواکونه د حماس ډلې د وسلوالو په ضد په غزه کې مځکني عملیات پیل کړي.

خو رپوټونه وایي حماس ډلې بیا د غزې پر خلکو ږغ کړی چې "په خپلو کورونو کې کلک پاته شي او د قبضې د دې ناوړه نفسیاتي جګړې په خلاف ټینګ ودریږي."

د غزې د روغتیا چارواکي وایي له څو ورځو راهیسې د اسرایلي ځواکونو په هوایي بمبارۍ کې د وژل شویو کسانو شمېر 1,800 ته رسېدلی او ټپیان تر شپږ زره هم زیات شوي دي.

په غزه ښار کې د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو د ادارې یو افسر اناس حمدان وایي د دفتر کارکوونکي یې له شمالي غزې څخه د وتلو په حال کې دي، هغه وایي "دا یوه ګډوډي ده، هیڅوک نه پوهیږي څه وکړي".

د اسرایل د پوځ ویاند لیفټیننټ کرنل جوناتهن کون ریکس وایي، حماس "ترهګرې ډلې" چې د اسرایلي ریاست خلاف جنګ شروع کړی دی، ځکه د هغوی خلاف دا وخت د غزه په ښار کې پوځي عملیات کېږي:

"دا انخلا یا وتل ستاسو د خپل حفاظت لپاره ده او تر څو چې تاسو ته نه وي ویل شوي تر هغې تاسو بیرته نه شئ راتلای، له اسرایل سره د حفاظتي دېوال خوا ته مه ور نیژدې کېږئ".

د اسرایلي پوځ په خوره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دا ګام د غزې د عامو خلکو د حفاظت د پاره دی. د غزې وسیدونکو ته ویل شوي چې که څوک هم د اسرایل او غزې تر منځ حفاظتي دېوال ته نیزدې ورځ خپل ژوند په خطره کې اچوي.

ملګرو ملتونو ویلي د اسرایل د پوځ د ټاکلي افسر د خوا دوی ته هم دغه وینا شوې او زیاته کړې یې ده چې د ماشومانو، مشرانو او ناروغانو د پاره داسې ډېره ګرانه ده او د دې سره سره د دوی سره د وتلو د پاره ګاډي هم نه شته.

د ملګرو ملتونو ویاند رونالډو ګومیز وایي، دا د 11 لکه خلکو خبره ده او په دې کې د دوی هغه چارواکي هم شامل دي، چې د ملګرو ملتونو په مرکزونو، اسکولونو، د صحت په مرکزونو او نورو ځایونو کې یې پناه اخستې ده:

"ملګري ملتونه ګڼي چې په دومره لویه شمیره کې د خلکو وتل بغیر له یوې ویجاړوونکې بشري ستونزې ناممکنه ده".

د انډیپینډنټ ورځپاڼې د خبر له مخې د غزې د شمالي سیمې خلک وایي دوی په جنوب کې هیڅ ځوایونه نه لري چې ور کډه شي ځکه نو په خپلو کورونو کې پاته دي.

یادونه:- په دې رپوټ کې د اې پي، اې ایف پي او رویټرز معلومات کارول شوي‌ دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG