د اسرایل او فلسطین له چارواکو سره د امریکې د خارجه وزیر اېنټني بلېنکن تر خبرو وروسته د دفاع وزیر لویډ آسټن هم په اسرایل کې د وزیراعظم بینیامین نتنیاهو او نورو چارواکو سره د لیدلو په وخت د اسرایل سره د هر ډول مرستو پخلی کړی دی.
د امریکې د دفاع وزیر لویډ آسټن ویلي، "هیڅ غلطي مه کوئ، امریکا به دا یقيني کوي چې اسرایل ته د خپلې دفاع د پاره د څه هم ضرورت دی، هغه ورته ورکړي او اسرایل د خپلو خلکو د دفاع پوره حق لري".
آسټن زیاته کړه چې په دنیا کې تر ټولو غټه جنګي بېړۍ سیمې ته ورغلې ده او له دې سره سره نور جنګي جهازونه هم پر ځای شوي دي او وایي امریکا له خپلو ایتلافیانو سره په رابطه کې ده:
"حماس چې څه کړي دي، دا وخت د بې طرفه پاتې کېدلو نه دی او نه د بهانو وخت دی. په سیمه کې د دوامداره سولې غوښتونکي دې حماس یواځې کړي او د بریدونو غندنه دې وکړي".
د اسرایل د دفاع وزیر یوف ګیلېنټ ویلي اسرایل به کله هم په غزه کې عام خلک په نخښه نه کړي، ځکه غواړي چې د غزې د شمال خلک د غزې جنوب ته لاړ شي. ښاغلي یوف ګیلېنټ ویلي:
"مونږ به د حماس بنیادي اډانه، د حماس دفترونه او د حماس پوځي نظام د غزې او د ځمکې د سر نه ختموو. دوی په انسانانو او مهذب خلکو کې ژوند نه شي کولی".
ګيلېنټ د امریکې د دفاع وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي چې ایران، حماس او حزب الله د شر محور دی او ایران يې مشري کوي، مرستې ورسره کوي او ورته لارې ښیي.
داسې رپورټونه په مطبوعاتو کې هم راغلي خو د امریکې په ګډون یو شمیر هیوادونو ویلي دي چې دوي سره په دې هیڅ کوټلی ثبوت نه شته.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبدالله حیان په اسرایل نیوکې کړي دي او ویلي دي چې اسرایل سره د مغربي هیوادونو پوځي مرستې دا شخړه د سیمې جنګ ته اړولی شي.
عرب لیګ هم د غزې په اړه خبرې اترې کړې دي او د اردن باچه عبدالله ویلي دي چې پرله پسې دا خبره منل شوې ده چې په سیمه کې د دوامداره ارامۍ د پاره بنیادي علتونو ته کتل او دغه حل کول پکار دي.
سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان په اسرایل د حماس د برید او بیا د اسرایل د پوځي عملیاتو د پیل کېدو وروسته د ایران صدر سره په ټیليفون خبرې کړې دي او د تاوتریخوالي د راکمولو د پاره یې د هلوځلو پر زیاتولو ټینګار کړی دی.
Forum