لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا او سعودي پر اسرایل غږ کړی چې په غزه کې د عملیاتو په وخت عامو خلکو ته پام وکړي


امریکا پر اسرایل د حماس د بریدونو په جواب کې د اسرایلي ځواکونو د جوابي بریدونو ملاتړ کوي، خو بلې خواته یې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن له اسرایلي ځواکونو غوښتي چې په غزه پټۍ کې پخپلو عملیاتو کې عام خلک په نخښه نه کړي.

اینټني بلینکن د اسرایل او حماس د جګړې د ختمولو او له اسرایل سره د ملاتړ لپاره منځني ختیځ ته تللی او د شنبې- خالي په ورځ یې په ریاض کې د سعودي د بهرنیو چارو له وزیر شهزاده فیصل بن فرحان سره لیدلي او دواړو پر دې ټینګار کړی چې د اسرایل او حماس په شخړه کې باید عامو خلکو ته پام وشي.

بلینکن ویلي اسرایل د خپلې قانوني دفاع حق استعمالوي چې د خپلو خلکو ساتنه وکړي او دا ډاډ تر لاسه کړي چې داسې پېښه بیا هیڅکله ونه شي، خو وایي دا د ټولو لپاره ډېره مهمه ده ملکي وګړو ته پام وشي:

"په موږ کې هیڅوک نه غواړي چې ملکي خلک رنځ او عذاب وګالي، که هغه په اسرایل کې وي، که په غزه کې وي او که په بل هر ځای کې وي."

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان ویلي، هېواد یې د اسرایل او حماس په جګړه کې د ملکي وګړو خوندیتوب غواړي. فرحان وایي دا یو پرېشانوونکی او ستونځمن حالت دی:

"تاسې پوهیږئ د دې حالت لومړني اغېزمن عام خلک دي او د دواړو غاړو ملکي وګړي اغېزمن کېږي، زه فکر کوم دا مهم ده چې که ملکي وګړي په هر شکل، هر ځای او هر کله په نخښه کېږي باید موږ ټول یې وغندو".

د امریکا صدر جو بایډن په فلاډلفیا کې د اقتصاد په اړه په خپل وینا کې وویل چې په غزه کې د بشري بحران حل کول لومړیتوب دی:

"مونږ د دې حقیقت نه سترګې نه شو اړولی چې د فلسطین لوی اکثریت د حماس او د حماس له خوفناکو بریدونو سره هیڅ تعلق نه لرلو او په نتیجه کې یې دوی هم د پایلې په توګه رنځیږي".

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د جمعې په ورځ په عمان کې د اردن د باچا عبدالله او د فلسطین د صدر محمود عباس سره ملاقات وکړ. له هغه وپوښتل شول چې ایا هغه اندیښنه لري چې اسراییل د حماس په وړاندې په جذباتو کې کاروایي کوي چې بیا به پرې وروسته افسوس کوي، بلینکن وویل:

"هغه څه چې اسرایل یې کوي انتقام نه دی بلکې د خپلو خلکو د ژوند دفاع ده او لکه څنګه چې ما وویل اسرایل کوشش کوي دا ډاډ ترلاسه کړي چې داسې بیا پېښ نه شي".

بلینکن وویل امریکا په سیمه کې د نړیوالو سازمانونو او شریکانو سره کار کوي چې مقصد یې د فلسطیني ملکي خلکو لپاره "خوندي ځایونه" جوړول دي.

دا خوندي ځایونه به څنګه وي او څه ډول به ښکاري، دا ښایي د خالي- شنبې او اتوار په ورځو د بحث موضوع وي، کله بلینکن به په سعودي عرب، متحده عرب اماراتو او مصر کې له چارواکو سره پرې خبرې اترې کوي.

د جمعې په ورځ په اسرایلو کې د امریکا د دفاع وزیر لویډ آسټین د اسراییل سره د امریکا یووالی څرګند کړ .آسټین وروسته خبریالانو ته وویل، په دې اونۍ کې په اسراییل او غزه کې شاوخوا 3,100 کسان وژل شوي دي:

"د حماس په څېر ترهګر د قصده ملکي وګړي په نخښه کوي خو جمهوریت داسې نه کوي دا د عزم وخت دی د انتقام نه، د مقصد وخت دی د ویرې نه او د سلامتۍ وخت دی، د وسلې د غورځولو نه".

د اسرایلو او حماس په جګړه کې دواړو غاړو ته تر اوسه د وژل شویو کسانو شمېر تر 3,100 اوښتی دی، اسرایلي چارواکي خپلې غاړې ته د وژل شویو کسانو شمېر 1,300 او د غزې د روغتیا وزارت خپلې غاړه ته د وژل شویو خلکو شمېر 1,800 یادوي.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې پي خبري ایجنسۍ ا خیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG