ایران په دویم ځل ویلي اسرایلي ځواکونو ته به پر غزې پټۍ د بمبارۍ اجازه ور نه کړي او خبرداری یې ورکړی چې که پر فلسطینیانو دا بریدونه ونه درول شي نو په راتلونکو څو ساعتونو کې به "مخکې له مخکې اقدام" وکړي.
د ایران سرکاري ټیلیویژن د ګل- دوشنبې په ورځ د ملک د بهرنیو چارو د وزیر حسېن امیر عبدالنهیان له خولې لیکلي، د مزاحمت مشران به یې اسرایل ته اجازه ور نه کړي چې په غزه کې څه ډول اقدامات وکړي.
امیر عبدالنهیان په دې اړه نور تفصیل نه دی ورکړی چې د «مزاحمت مشرانو» یې چاته اشاره ده، خو وایي ټولې لارې خلاصې دي او ایران به د غزې د خلکو خلاف پر جنګي جرمونو باندې بې پروا نه پاته نه شي:
"د مزاحمت محاذ دا وړتیا لري چې له دښمن [اسرایل] سره تر اوږدې مودې جګړه وکړي. په راتلونکو څو ګنټو کې موږ تمه کولای شو چې د مزاحمت محاذ به مخکې له مخکې اقدام وکړي".
ایران تر دې مخکې هم خبرداری ورکړی وو که اسرایل په غزه باندې بمباري بنده نه کړي، خطر شته چې دا جګړه د منځني ختیځ نورو هیوادنو ته هم وغزېږي خو د دغو هېوادونو نومونه یې نه وو یاد کړي.
ښاغلي عبداللهایان ویلي، د مزاحمت مشران به اسرایل پرېنږدي چې په غزې کې هر څه یې زړه غواړي هغه وکړي. هغه وایي "که نن د غزې دفاع ونه کړو، سبا به پخپلو هیوادونو کې د فاسفورس بمونو خلاف د ماشومانو د روغتونونو دفاع کوو".
د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله خامنایي تېره اوونۍ ویلي وو، تهران د اکتوبر په اوومه پر اسرایل د حماس ډلې په بریدونو کې شامل نه وو، خو د اسرایلي پوځ او استخباراتو د "نه را ګرځېدونکې ماتې" ستاینه یې کړې وه.
د اکتوبر له اوومې راهیسې په تېرو لسو ورځو کې د حماس او اسرایل په بریدونو کې دواړو غاړو ته د وژل شویو کسانو شمېر 4,208 ته رسېدلی دی او لا دا شمېر پسې زیاتېږي.
په غزه پټۍ کې چارواکي وایي د اسرایلي ځواکونو په بمبارۍ کې د وژل شویو کسانو شمېر 2,808 ته رسېدلی او تر اوسه 11,000 تنه ټپیان شوي دي.
اسرایلي چارواکي وایي د حماس په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر یې 1,400 ته رسېدلی چې وایي په هغوی کې 289 یې پوځیان دي او 4,100 تنه ټپیان شوي دي.
ایران د 1979م کال د خپل انقلاب له وخته راهیسې د فلسطینيانو د خپل ریاست غوښتنې ملاتړ کوي او غواړي په دې توګه ځان ته په اسلامي نړۍ کې د رهبرۍ رول ورکړي.
تهران دا مني چې له حماس وسلوالې ډلې سره اخلاقي مالي مرسته کوي، حماس ډله له ډېرو کلونو راهیسې پر غزې پټۍ باندې کنټرول لري.
تر دې مخکې د ایران صدر ابراهیم رئیسي د ګل- دوشنبې په ورځ وویل، تهران د فلسطین د شخړې ملاتړ کوي، خو وایي «د مزاحمت محاذ» د اسرایلو خلاف خپلې ازادې پرېکړې کړې دي
غزې ته د پوځیانو استولو له کبله اسرایل ته له هېوادونو سره سره د بشري حقونو د ادارو خبرداري هم زیات شوي دي. د بشري مرستو ادارو ویلي، دا کار به د بشري ناورین سبب شي او دا ویره هم شته چې جګړه به نورو سیمو ته خپره شي.
اسرایل چې د غچ اخیستو لپاره په غزه کې هوایي بمبارۍ پیل کړې، د حماس پر ضد یې په رسمي توګه د جګړې اعلان کړی او هم یې د غزې په شمال کې څه باندې یو میلین خلکو ته خبرداری ورکړی چې خپل کورونه پریږدي او جنوب ته کډه شي.
امریکا هم د اسرایل د دې ګام مخالفت کړی چې د غزې پټۍ به په بشپړه توګه محاصره او قبضه کړي. صدر جوبایډن تېره ورځ وویل چې د غزې پټۍ د قبضې کولو لپاره د اسرایل هر ډول هڅه به "غټه غلطي" وي.
Forum