امریکې، ملګرو ملتونو اؤ د نړۍ یو شمیر هیوادونو غزه کې د هسپتال دننه چاودنه کې په شوې مرګ ژوبله ژوره اندېښنه اؤ خواشیني ښودلی ده اؤ د حماس اؤ اسرایل د جګړې په مهال یې د بېګناه وګړو د ژوند په خوندي کولو ټینګار کړی دی.
د امریکې صدر جوباییډن چې د اسرایل په سفر روان شوی دی ،وایي هغه د خپل ملي امنیت ټیم ته لار ښوونه کړې ده په غزه کې په روغتون کې د شوي چاودنې دحقیقت په اړه باید معلومات راټول کړي.
تېره ورځ د غزه د روغتیا وزارت ویلي وؤ پر یوه روغتون د اسرایل په هوايي برید کې سلګونه کسان وژل شوي خو اسرایل پوځ بیا ویلي چې برید کی دوي لاس نه لري.
په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت ویلي، د اسرایل هوايي برید د چاودنې لامل شوی او شاوخوا 500 کسان یې وژلي، چې ډېرو یې په هسپتال کې د اسرایل د روانو بریدونو نه پناه اخیستې وه.
ځینې رسنۍ په دغه چاودنه کې د وژل شوؤ خلکو شمیر نزدې 800 ښایي .
د امریکې صدر جوباییډن چې اسرایل سره د خپل ملاتړ څرګندولو په موخه اسرایل ته په سفر تللی دی ، پخپل یو بیان کې یې ویلي دي هغه په غزه کې د الاحلي عرب په روغتون کې د چاودنې له امله په اوښتې مرګ ژوبله سخت خواشینی شوی دی.
په ایکس رسنۍ خپل خپور کړي بیان کې صدر باییډن ویلي "د دې خبر په اوریدو سمدلاسه ما د اردن پاچا عبدالله II او د اسرایل وزیر اعظم نیتن یاهو سره خبرې وکړې او خپل د ملي امنیت ټیم ته مې لارښوونه وکړه چې د حقیقت په اړه معلوماتو راټولولو ته باید دوام ورکړي"
جوباییډن ویلي امریکا د جګړې پر مهال د ملکي وګړو د ژوند د خوندیتوب لپاره په کلکه ولاړه ده او موږ په دې تراژیدۍ کې د وژل شویو یا ټپیانو ناروغانو، طبي کارکوونکو او نورو بې ګناه وګړو په غم غمجن یو.
د ملګرو ملتونو عمومي سکتر انتونیو ګوتیرش هم غزه کې په هسپتال شوي برید کې په مرګ ژوبله سخته خواشیني ښودلې ده.
پخپل بیان کې د ملګرو ملتونو عمومي سکتر ویلي "د غزې په تړانګه کې په یوه روغتون د نن ورځې په برید کې د سلګونو فلسطینیانو په وژل کیدو سخت خواشینی یم. زما زړه د قربانیانو له کورنیو سره دی. روغتونونه او روغتیایي کارمندان د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې خوندي دي"
دفلسطین ادارې مشر محمود عباس په غزه کې په هسپتال دشوي برید له امله د دریوؤ ورځو ماتم اعلان کړی دی اؤ ویلي یې دي په غزه کې چې څه روان دي دا نسل کشي ده.
د کاناډا وزیر اعظم جسټن ټروډو هم په هسپتال شوی برید غندلی اؤ دایې خوفناک په هیڅ حالت کې نه منونکی بللی دی.
سعوي عرب په غزې کې په هسپتال حمله یو سنګین جرم بللی دی اؤ ویلي دي په هسپتال د حملې کولو سره اسرایلي ځواکونو یو سنګین جرم اؤ ناوړه عمل ترسره کړی دی.
مصر هم دغه برید غندلی اؤ د نړیوالې ورورولۍ نه یې غوښتنه کړې ده دداسې سرغړونو د مخنیوي لپاره باید په سمدستي توګه مداخله وکړي.
د پاکستان خارجه دفتر پخپل یو بیان کې د یاد برید د غندلو په ترڅ کې ویلي چې په بېګناه ولس اؤ هسپتالونو حملې د نړیوالو قوانینو څخه سر غړونه ده.
د اې پي خبري ادارې د خبر تر مخه د اسرایلو پوځ ویلي چې د غزې د ښار په یوه هسپتال کې چې په سلګونو کسان په کې ووژل شو، په دغه برید کې لاس نه لري او دا چې دغه برید د یوه فلسطیني راکټ له امله شوې دی.
اسرایلي پوځ ویلي، فلسطیني وسله والو دغه وخت د هسپتال سره نزدې یو شمېر راکټونه داغلي وو.
د الاحلي هسپتال عکسونه ښایې چې د هسپتال هالز یا تالارونه په اور کې سوځیدلي ، ماتې شوي شیشې او د بدن برخې په ټوله سیمه کې پرتې دي.
دغه روغتون د غزې پټۍ په شمال کې د 20 روغتونونو د ډلې څخه یو و چې د اسرایلي پوځ له خوا ورته د انخلا امر شوی وو.
د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، د اوسنۍ ناامنۍ، د ګڼو ناروغانو د نازک حالت، د ایمبولانسونو، کارکوونکو د کمښت، په روغتیايي سیستم کې د بسترونو ګنجایش او د بې ځایه شویو دپاره د متبادل سرپناه د نشتوالي له امله د ایستلو امر عملي کول ناممکن دی.
Forum