لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په غزه پټۍ کې په روغتون باندې برید په نړیواله کچه غندل شوی او په ضد یې احتجاجونه شوي


د غزې خلک په روغتون باید په برید کې د وژل شویو کسانو مړیو ته ولاړ دي.
د غزې خلک په روغتون باید په برید کې د وژل شویو کسانو مړیو ته ولاړ دي.

د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او ادارو مشرانو په غزه پټۍ کې پرونی هوایي‌ برید په کلکه غندلی او په ضد یې احتجاجونه شوي چې پکې سلګونه کسان وژل شوي، حماس دا برید د قتلِ عام یو جرم بللی خو اسرایل وایي‌ دا برید دوی نه بلکې یوې بلې اسلامي‌ وسلوالې ډلې کړی دی.

د نهې- سه شنبې په ماښام په ځایي‌ وخت شاوخوا اته بجې د غزې پر «الاهلي المعمداني العربي» روغتون باندې راکټ برید وشو، چې پکې د سلګونو کسانو د وژل کېدو خبر ورکول کېږي خو په غزه کې د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت وایي شاوخوا 500 تنه پکې وژل شوي‌ دي.

د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو په دې برید کې د خپلو ځواکونو لاس لرل رد کړي او پر ایکس یې لیکلي، "ټوله نړۍ باید پوه شي، چې په غزه کې وحشي ترهګرو په روغتون برید وکړ، نه د اسرایل دفاعي ځواکونو. هغه څوک چې زموږ ماشومان یې په بې رحمۍ وژلي، خپل ماشومان هم وژني".

د روغتیا نړیوالې ادارې دا برید په کلکه غندلی او وایي چې دا روغتون فعاله وو، ناروغان، روغتیایي کارکوونکي‌ او د سیمې بې ځایه شوي خلک پکې موجود وو او په خپل بیان کې یې ویلي چې دې روغتون ته هم اسرایل د خالي کولو امر کړی وو.

د ډبلیو ایچ او مشر ټیډریوس اډهانم ګیبریوسس په بیان کې ویلي، چې روانې ناامنۍ، د ډېرو ناروغانو نازک حالت، د روغتون د کمو وسایلو او د بې ځایه شویو لپاره د سرپناه نشتوالي ته په کتو د روغتون د خالي کولو امر ناممکن دی او باید دا امر بیرته واخیستل شي:

"د روغتیا نړیواله اداره د ملکي خلکو او روغتونونو سمدستي تحفظ غوښتنه کوي. د بشردوستۍ نړیوال قانون باید عملي شي، د روغتیا څانګه باید په فعاله او خوندي شي او هیڅکله په نخښه نه شي".

د ملګرو ملتونو عمومي‌ مشر انتونیو ګوتېریش هم دې برید ته په خپل غبرګون کې ویلي چې سخت پرې خواشینی دی، ښاغلي ګوتېریش پر ایکس [مخکیني ټویټر] د اسرایل او حماس د جګړې د "سمدستي بشردوستانه ډزبندۍ" غوښتنه کړې ده:

"په غزه پټۍ کې پر یو روغتون په برید کې د سلګونو فلسطینیانو په وژل کېدو سخت وېرېدلی یم. زما زړه د وژل شویو کسانو له کورنیو سره دی. روغتونونه او طبي کارکوونکي د بشردوستۍ د نړیوال قانون په بنیاد خوندي دي".

متحده عرب اماراتو هم دا برید په کلکه غندلی او د سرکاري «وام» خبري ایجنسۍ د خبر له مخې تور یې پورې کړی چې‌ "اسرایل د غزې پټۍ الاهلي المعمداني روغتون په برید کې په نخښه کړی چې په سلګونو کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي دي".

د ترکیې صدر رجب طیب اردوان هم دا برید غندلی او پر ایکس یې "له ټول بشریت" څخه غوښتي چې په غزه کې د ده په وینا د دې "بې مثاله وحشت" د مخنیوي لپاره ګامونه واخلي:

"د ښځو، ماشومانو او بې ګناه ملکي خلکو په روغتون باندې برید د اسرایلو د بریدونو وروستی مثال دی چې له بنیادي انساني ارزښتونو خالي دی".

حماس وسلوالې ډلې په روغتون باندې د برید تور په اسرایل پورې کړی او دا یې "د قتلِ عام یو جرم" بللی چې وایي دا یو ځل بیا د دغه "مجرم دښمن او د هغه د فاشیسټ او ترهګر حکومت خوړجنه [بدشکله] څېره په ډاګه کوي".

حماس په یو بیان کې ویلي چې په دې برید کې "سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، اکثره یې بې ځایه شوې کورنۍ، ناروغان، ماشومان او ښځې دي".

د اسرایلو د دفاعي ځواکونو ویاند ډېنیل هګري وایي، دا برید دوی نه بلکې «د اسلامي جهاد» وسلوالې‌ ډلې کړی دی. هګري د نهې- سه شنبې په شپه په یوه ویډیو کې ویلي چې دوی د خپلې کتنې او استخباراتي معلوماتو له مخې تایید کړې چې دا پېښه د ناسم ویشتل شوي راکټ له کبله شوې ده:

"زموږ د استخباراتي معلوماتو له مخې حماس دا رپوټونه کتلي‌ او پوه شوي وو چې دا د اسلامک جهاد راکټ وو او غلط ویشتل شوی وو، خو پرېکړه یې وکړه چې د نړیوالو رسنیو له لارې کمپېن پیل کړي او دا خبره پټه کړي چې په ریښتیا څه شوي دي".

د بې پولې ډاکټرانو نړیوال تنظیم ایم ایس ایف هم د غزې په روغتون باندې برید په کلکه غندلی او پر خپل ایکس پاڼه یې لیکلي، چې په روغتون بمبارۍ "په ویره کې اچولي" دي، تنظیم دا یو "قتلِ عام" بللی او وایي دا ډول بریدونه ورته بېخي د منلو وړ نه دي.

په لبنان، عراق، اردن، کوېت، مصر او افریقایي هېوادونو کې په روغتون د برید په ضد احتجاجونه شوي او په زرګونو خلکو د اسرایلو خلاف نعرې وهلې دي.

له ځینو نورو نړیوالو ادارو سره سره د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوالې ادارې، حزب الله ډلې، د یورپي اتحاد، افریقایي اتحاد، عرب لیګ، کېنېډا، فرانس، فینلېنډ، جرمني، برتانیې، مصر، فلسطین، انډونېشیا، ایران، عراق، اردن، قطر، روس، سعودي‌ عرب، شام، ملایشیا، افغانستان، پاکستان او ګڼ شمېر نورو هېوادونو د غزې په روغتون باندې برید په کلکه غندلی او وایي په جګړه کې باید د عامو خلکو ژوند وژغورل شي.

یادونه:- په رپوټ کې د رویټرز، اې پي، اې ایف پي او الجزیره معلومات کارول شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG