واشنګټن – چین او پاکستان د شورو یا چهارشنبې په ورځ په دې موافقه وکړه چې د پېکنګ د کمربند او سړک د پروژې (بي آر آی) لاندې به همکاري زیاتوي او د اورګاډي (رېلوې) د څو بیلینو ډالرو پر هغې پروژې یې لاسلیک وکړ چې د اوږده وخت راهیسې له ځنډ سره مخ وه.
د چین وزیر اعظم لي کیانګ له خپل پاکستاني سیال انوار الحق کاکړ سره د شورو په ورځ د پېکنګ په کوربتوب د کمربند او سړک د غونډې په څنډه کې خبرې وکړې او بیا یې د چین او پاکستان د اقتصادي پروژې سیپېک لاندې په یو شمېر تړونونو لاسلیک وکړ.
له غونډې وروسته د پاکستان په بیان کې راغلي، "دواړو مشرانو د سیپېک لاندې په دوه اړخیزو همکاریو او د اقتصادي اړیکو د لا ژوروالي پر مسلې خبرې وکړې."
سیپېک د کمربند او سړک (بېلټ انډ روډ انېشېټیو) یا بي آر آیې لاندې یوه لویه پروژه ده.
تمه ده له دې سره به په پاکستان کې د سړکونو، اورګاډي، انرژۍ او نورو پراختیايي پروژو کې د چین تر ۶۵ بیلینو ډالرو زیاته پانګونه وشي چې له مخې یې ځمکنۍ او سمندري تجارتي لاره پراخه شي.
چارواکو ویلي، یو له هغو سندونو چې د شورو یا چهارشنبې په ورځ لاسلیک شوي د Mainline-1 یا ML-1 په نامه د اورګاډي پروژه ده.
د اوه بیلینه ډالرو په ارزښت د اورګاډي په دغې پروژې به پېښور له کراچۍ سره ونښلول شي چې د دې رېلوې اوږدوالی ۲۶۰۰ کیلومټره کېږي.
اسلام اباد او پېکنګ به ددغې پروژې لګښت په خپلو کې تقسیموي او تمه ده چې په ۱۶ کالو کې به بشپړه شي او په دې توګه به پرې د اوسني ظرفیت یعنې په ورځ کې له ۳۴ اورګاډو نه ۱۳۴ اورګاډو ته زیات شي چې تېزوالی به یې په یو ساعت کې ۱۶۵ کیلومټره وي. دا په دې معنی چې له اوسني تېزوالي به دوه چنده تېز وي.
کاکړ د شورو یا چهارشنبې د ورځې په سر کې د کمربند او سړک فورم ته په خپلې وینا کې ویلي وو، سیپېک چې لس کاله مخکې په پاکستان کې پیل شوې "د نویو اقتصادي فرصتونو په برابرولو کې مهم رول" لوبولی دی.
وزیر اعظم کاکړ وویل، "مونږ د سیپېک لاندې د ۲۵ بیلینو ډالرو په ارزښت تر ۵۰ زیاتې پروژې بشپړې کړې دي."
هغه وړاندې وویل، "پاکستان خپل د ګوادر سمندري بندر په بریالیتوب سره فعال کړی او هغه باروړونکې کښتۍ ترې کار اخیستلای شي چې سوداګریز توکي د سیمې د هېوادونو ترمنځ وړي راوړي."
کاکړ دا هم وویل، چین به په ګوادر کې یو نوی نړیوال هوايي ډګر هم جوړ کړي او چارې به یې ژر پیل شي او له دې سره به ګوادر د سیمې د سوداګرۍ او اتصال مرکز وګرځي.
کاکړ دا هم وویل، چې د سیپېک د انرژۍ پروژې لږ تر لږه ۸۰۰۰ میګاواټه برېښنا پاکستان ته زیاته کړې او په راتلونکو پنځو کلونو کې د پاکې انرژۍ د نورو پروژو له بشپړېدو سره لس زره میګاواټه نوره برېښنا هم زیاتېږي.
که څه هم په پاکستان او داسې نورو هېوادونو کې د بي آر آی لاندې زیاته رغونه او پانګونه شوې خو په دغو پروژو باندې د هېوادونو د قرضداره کېدو او د پېکنګ د سیاسي اغیز د پراخېدو پر سر هم تاوده بحثونه کېږي.
Forum