لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د برتانیې وزیراعظم هم اسرایل ته تللی، پر غزه د اسرایلي ځواکونو بمبارۍ نن هم ګڼ خلک وژلي


د امریکې له صدر جو بایډن وروسته د برتانیې وزیراعظم ریشي سوناک نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ اسرایل ته تللی دی، چې د دې هېواد له وزیراعظم بنیامین نتنیاهو او صدر اسحاق هرټزاګ سره به ویني.

د وزیراعظم سوناک دفتر وایي، د هغه د سفر مقصد د حماس په بریدونو کې د اسرایلیانو پر وژنه له دې هېواد سره خواخوږي کول او په غزه کې د روغتون په ګډون په بریدونو کې د عامو فلسطیني وګړو تر وژنو وروسته دا خبرداری ورکول دي چې جګړه نوره ونه غزول شي.

د رویټرز د خبر له مخې ریشي‌ سوناک تل ابیب ته نیژدې اسرایلي خبریالانو ته ویلي، "تر هر څه بالاتر، زه دلته یم چې له اسرایلو سره خپل یووالی وښیم، په تاسو باندې د نه بیانېدو تکلیف تېر شوی، د ترهګرۍ وحشتناک عمل او زه غواړم تاسې په دې پوه شئ چې برتانیا او زه له تاسې سره ولاړ یو".

ښاغلي‌ سوناک تر سفر مخکې په یوه بیان کې ویلي، د غزې په روغتون راکټ برید چې د زیاتو فلسطینیانو د وژنې سبب شو، د دې جګړې د مخنیوي په هڅو کې به برتانیا تر ټولو وړاندې وي:

"د سیمې او نړۍ د مشرانو لپاره دا باید د بدلون یوه شیبه وي چې سره یو ځای شي او د دې مخه ونیسي چې جګړه لا زیاته خطرناکه نه شي."

ټاکل شوې چې ریشي سوناک به په خپل سفر کې د یوې لارې پر پرانستلو هم ټینګار وکړي چې څومره ژر کېدای شي له مصر څخه غزې ته د بشري مرستو اجازه ورکړي او په غزه کې بند پاته برتانويانو ته د وتلو اجازه ورکړي.

ښاغلي سوناک ویلي، "د هر عام تن مرګ یوه غمیزه ده او د حماس تر وحشیانه ترهګر عمل وروسته ډېرو خلکو خپل ژوند بایللی دی".

د برتانیې د وزیراعظم ویاند د چارشنبې- شورو په ورځ وویل چې په اسرییلو د حماس له بریدونو راهیسې لږ تر لږه اوه برتانوي شهریان هم وژل شوي او نهه تنه لا تر اوسه هم ورک دي.

د امریکا صدر جو بایډن د شورو- چارشنبې په ورځ اسرایل ته تر سفر وروسته بېګا ناوخته بیرته را ستون شوی دی. سپینه ماڼۍ وایي "د بایډن- هېریس انتظامیه په دې پاخه باور کې ښکاره دریځ لري چې بې ګناه خلک باید د اسرایل او حماس د شخړې ښکار نه شي چې یا پکې ژوند وبایلي‌ یا ټپیان شي".

د اسرایلي ځواکونو له خوا پر غزې پټۍ لا هم بمبارۍ روانې دي او نن د پنجشنبې- زیارت په سهار یې هم د غزې په شمالي‌ او جنوبي برخو کې خلک په نخښه کړي دي او فلسطیني‌ وګړي وایي‌ هیڅ ځای ورته خوندي‌ نه دی.

د رویټرز د خبر له مخې د پنجشنبې- زیارت د ورځې په یوه برید کې د غزې په خان یونس سیمه کې د یوې کورنۍ 13 فلسطینیان وژل شوي دي، وایي اسرایلي‌ ځواکونو د دوی پر کور هوایي‌ بمباري‌ کړې ده.

د غزې پر الاهلي العربي روغتون باندې د وړمې ورځې په برید کې مخکې د شاوخوا 500 کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی وو، خو د غزې د روغتیا وزارت ویاند اشرف القدرا د شورو- چارشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي:

"په اسرایلي قتلِ عام کې 471 فلسطینیان وژل شوي او تر 314 زیات ټپیان شوي دي".

که څه هم اسرایل په روغتون باندې په دې برید کې لاس لرل رد کړي او وایي استخباراتي‌ معلومات یې ښیي چې دا برید اسلامک جهاد ډلې کړی، خو فلسطیني چارواکو یې تور په اسرایل پورې کړی دی. اسلامي‌ جهاد ډلې د اسرایل تور رد کړی دی.

د رویټرز د خبر له مخې د روس د بهرنیو چارو وزارت د شورو- چارشنبې په ورځ ویلي، چې د غزې په روغتون باندې برید "بوږنوونکی جرم" دی او وایي اسرایل باید سټیلایټ عکسونه وښیي چې ثابته کړي دوی په دې برید کې لاس نه درلود.

د وزارت ویاندې ماریا زاخورووا سپوټنیک رېډیو ته ویلي، چې دا برید یو "بوږنوونکی غیرانساني جرم" دی.

ترکیې او مصر د غزې پر هسپتال د سلګونو خلکو د وژل کېدو باندې سخته خواشیني ښکاره کړې او په خپلو هېوادونو کې یې درې ورځنی ماتم اعلان کړی دی، بلې خواته په ګڼو عربي هېوادونو کې د دې پېښې په ضد احتجاجونه شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG