پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام ویلي، د ستمبر او اکتوبر په مياشتو کې یې د پوليو وايرس معلومولو دپاره ماحولياتي نمونې اخستې وې، په هغو کې په پېښور، چمن، پینډۍ او کراچۍ په ختيځه ضلعه کې په پينځه ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس تصديق شوی دی.
ویل شوي د پېښور نري خوړ نه د اکتوبر په څلورمه، د چمن او پینډۍ د صفدر اباد نه د اکتوبر په دويمه، د کراچۍ د مچر کالونۍ او سهراب ګوټ نه په 26م ستمبر ماحولياتي نمونې اخستل شوې او د پوليو وايرس پکې معلوم شوي دي.
ویل شوي په چمن کې په لومړي ځل په ماحولياتي نمونه کې د پوليو وايرسو تصديق شوی دی.
له دې وړاندې هم پېښور، کراچۍ او لاهور کې په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس تصديق شوی وو.
د پوليو مخنيوي پروګرام ويلي، د تازه نمونو معلومېدو سره پاکستان کې سږ کال د پوليو وایرس تصديق شوو نمونو شمېره 43 ته رسېدلې ده.
پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو درې پېښې رپوټ شوي او درې واړه د خېبرپښتونخوا په بنو ضلعه کې معلومې شوي دي.
Forum