لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرایلو د دفاع وزیر: ځمکني ځواکونه دې پر غزې باندې برید ته تیار شي


واشنګټن – د اسرایلو د دفاع وزیر یواو ګېلانټ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد په سلګونو زرو ځمکنیو ځواکونو ته وویل چې په غزې پټۍ باندې برید ته تیار شي.

په ورته وخت کې اسرایلي جنګي الوتکو د حماس تر کنټرول لاندې خاوره باندې نوي هوايي بریدونه پیل کړي.

ګېلانټ د غزې پر پوله د اسرایلو له پیاده ځواکونو سره لیدلي او ځواکونو ته یې ویلي چې "تنظیم شي" او تیار اوسي خو دا یې نه دي ویلي چې د برید لپاره به کله امر کېږي.

هغه ویلي، "هر څوک چې غزه له لیرې څخه اوس ویني، هغوی به یې له داخله وګوري." او زیاته یې کړه، "زه له تاسو سره ژمنه کوم."

اسرایلو په خپلې خاورې باندې د اکټوبر په اومه نېټه د حماس له بریدونو وروسته چې ۱۴۰۰ کسان چې اکثره یې ملکیان وو ووژل شول په پوله باندې تر درې لکو زیات سرتیري راټول کړي دي.

د ګېلانټ له وینا لږ وروسته د اسرایلو وزیر اعظم بینیمین نتن یاهو پولې ته څېرمه له سرتیرو سره خپله ویډیو خپره کړه او د بریا ژمنه یې وکړه.

په غزې باندې د اسرایلو لخوا د ځمکني برید خبره په داسې وخت کې شوې چې د برتانیې لومړی وزیر ریشي سونک هم د امریکا له ولسمشر جو بایډن څخه وروسته د حماس پرضد جګړه کې د لویدیځ د ملاتړ څرګندولو لپاره اسرایلو ته سفر وکړ.

سونک وویل، "تاسو د ترهګرۍ له ویرونکي عمل سره مخ شوي یاست چې په خوله نه راځي او زه غواړم چې تاسو پوه شئ چې برتانیه او زه له تاسو سره ولاړ یو."

هغه وروسته نتن یاهو ته وویل، "مونږ به ستاسو له خلکو سره درېږو. او مونږ همدارنګه غواړو چې تاسو یې وګټئ."

بایډن د شورو یا چهارشنبې په ورځ له تل ابیب څخه د خپلې لنډې لیدنې وورسته وویل، ده له اسرایلي مشرانو سره د هغوی د پوځي بریدونو په اړه چې په ترڅ کې یې په غزه کې تر ۳۴۰۰ زیات کسان وژل شوي چې اکثره یې ملکیان دي ریښتونې خبرې کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG