لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګروملتونو مشر وايي، غزه زیاتو مرستو ته اړتیا لري


 د ملګروملتونو مشر انټوني ګوتېریش د اکټوبر په ۱۹ نېټه په قاهره کې خبري غونډې ته د وینا پر وخت
د ملګروملتونو مشر انټوني ګوتېریش د اکټوبر په ۱۹ نېټه په قاهره کې خبري غونډې ته د وینا پر وخت

واشنګټن – د ملګروملتونو مشر انټونیو ګوتېریش د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، چې په غزه کې له اوسېدونکو فلسطینیانو سره محدودې بشري مرستې کافي نه دي، بلکه دا باید دوامداره او په زیاته اندازه وي.

ګوتېریش په قاهره کې خبریالانو ته وویل، "دا د مرستو کوم واړه عملیات نه دی چې ورته اړتیا وي.‌ دا دوامداره هڅې دي چې د غزې خلکو ته بشري مرستې والېږل شي."

ګوتېریش قاهرې ته د دې لپاره تللی چې د مرستو لپاره د ملګروملتونو د عملیاتو لیدنه وکړي.

هغه وویل، "په ساده ټکو دا معنی لري چې د بشري مرستو کارکونکي په دې وتوانېږي چې مرستې هلته ورسوي او په دې وتوانیزي چې په خوندي توګه یې هلته وویشي."

د ملګروملتونو مشر د مصر د بهرنیو چارو له وزیر سمیع شوکري سره په یوې ګډې خبري غونډه کې دا خبرې وکړې.

مصر له غزې سره د رفعه پولې کنټرول لري چې دا مهال غزې ته د نړیوالو مرستو د لېږلو لپاره ډېر زیات ارزښت لري.

اسرایلیانو د حماس تر واک لاندې غزې باندې وروسته له هاغې چې حماس د اکټوبر په اوومه نېټه په اسرایلو باندې برید وکړ او ۱۴۰۰ اسرایلیان یې ووژل او نېږدې ۲۰۰ یې له ځانه سره بوتلل، ټولې لارې بندې کړې دي.

ګوتېریش وویل، "د نېږدې دوو اونیو راهیسې غزې ته هېڅ ډول د سون توکي، خواړه، اوبه، درمل او نور اړین توکي نه دي رسېدلي."

هغه وړاندې وویل، "ناروغۍ په خپرېدو دي. سپلای په کمېدو ده. خلک مړه کېږي."

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG