واشنګټن – دوو امنیتي سرچینو ویلي، د الاسد هوايي اډې دننه چې د عراق په لویدیځ کې ده او امریکايي او نور نړیوال ځواکونه پکې پراته دي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د ګڼو چاودنو غږونه اورېدل شوي.
د عراق پوځ ویلي، دوی په انبار ولایت کې د اډې شاخوا سیمه بنده کړې او چاڼیز عملیات یې پیل کړي.
سرچینې ویلي، چې تر اوسه نه ده څرګنده چې په دغو بریدونو کې کومه مرګ ژوبله شته او که نه.
دغه ډول د عراق پولیسو د زیارت په ورځ ویلي، چې د بغداد نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه په یو بل پوځي مرکز باندې هم د راکټونو برید شوی چې امریکایان پکې دي خو نور جزیات یې ور نه کړل.
دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په عراق کې په هغو پوځي اډو باندې دریم او څلورم برید دی چېرې چې امریکايي ځواکونه دېره دي.
په عراق کې په امریکایي ځواکونو باندې د شورو یا چهارشنبې په ورځ هم د ډرونونو دوه جلا بریدونه شوي چې د امریکا د پوځ لخوا د وسلوالو ډرونونو له شنډولو سره سره بیا هم یو شمېر سرتېري پکې لږ ژوبل شوي دي.
د عراق وسلوالو ډلو چې له ایران سره جوړ دي، تېره اونۍ هم ګواښ وکړ که واشنګټن په غزه کې د حماس پرضد جګړه کې د اسرایلو ملاتړ وکړي نو دوی به په سیمه کې د امریکا ګټو باندې په میزایلو او ډرونونو بریدونه وکړي.
امریکا په عراق کې ۲۵۰۰ سرتیري لري او په ګاونډي سوریه کې یې ۹۰۰ نور سرتیري دي چې ماموریت یې د داعش په وړاندې جګړه کې سیمیزو ځواکونو ته د مشورې ورکول او مرسته ده.
داعش په ۲۰۱۴ کال کې په دواړو هېوادونو کې زیاته خاوره نیولې وه.
Forum