امنیتي سرچینې وایي د خېبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان یو قومي سپین ږیری ملک داود خان نامعلومو وسله والو په یو هدفي برید کې وژلی دی.
د جمعې په ورځ د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي په ملک داود خان د جمعې په ورځ د میرعلي په بازار کې نامعلومو وسله والو ناتاره ډزې کړي اؤ هغه یې وژلی دی.
سرچینې وایي له پېښې وروسته وژونکي په تېښته بریالي شوي اؤ پولیسو د پېښې پېښې پلټنې پیل کړي خو په سمدستي توګه یې د چا پرضد مقدمه نه ده درج کړې اؤ نه یې هم د دې پېښې په تړاؤ څوک نیولي دي.
سرچینې وایي په ابتدایي معلوماتو کې دا خبره مخې ته راغلې ده چې دا یوه هدفي وژنه ده.
د شمالي وزیرستان نه د پاکستان د قامي اسمبلۍ پخواني غړي اؤ د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر ښاغلي محسن داوړ د ملک داؤد خان وژنه تایید کړې ده اؤ ویلي یې دي په هغه میرعلي بازار کې نامعلومو وسله والو برید کړی دی.
په ټولنیزه رسنۍ ایکس(پخواني ټویټر) محسن داوړ لیکلي "څو ورځې وړاندې ټېکدار حمید الله هم "غوره" طالبانو د میران شاه د پوځي چاوڼۍ مخې ته وژلی ؤ اؤ بیا قانون پځای کوونکو ادارو خپلې اثاثې د ولس نه خوندې کړې وې"
په دې وروستیو کې د پي ټي ایم یو سیمه ییز فعال ارشاد قرار وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ د ضرب عضب عملیاتو وروسته شمالي وزيرستان کې تر 550 نه زيات کسان د پاکستان د زرګونو پوځيانو په موجودګي کې وژل شوي.
هغه ویلي وؤ، دا هدفي وژنې په داسې حال کې کیږي چې د وزيرستان هر کلي کې قدم په قدم چيک پوسټ دی بیا وسله وال ښه ازاد ګرځي عام ولس وژني خو تر دې مهاله په دغه پېښو کې یو کس نه دی نیول شوی.
په شمالي وزیرستان اؤ نورو قبایلي ضلعو کې د هدفي وژنو ترڅنګ په امنیتي ځواکونو بریدونه هم دوامداره دي چې په دې بریدونو کې د ګڼ شمیر عسکرو تر څنګ د سیمې یو شمیر مخور مشران ،سیاسي فعالین اؤ ټولنیز شخصیتونه وژل شوي دي.
Forum