واشنګټن – د چین ولسمشر شي جینپینګ د اسرایل او حماس ترمنځ جګړې په اړه د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په لومړي ځل په ښکاره د اوربند غوښتنه وکړه او یو ځل بیا یې دا خبره وکړه چې د دوو هېوادونو د حل (ټوسټېټ سلوشن) لاندې د یو خپلواک فلسطین جوړول له شخړې څخه د وتلو بنیادي لاره ده.
ښاغلي شي په پېکنګ کې د مصر له لومړي وزیر مصطفی مدبولي سره په لیدنه کې وویل، "تر ټولو مهم لومړیتوب دا دی چې جګړه څومره ژر چې امکان ولري ودرول شي، د جګړې له خپرېدو، له کنټروله وتلو او د ناوړه بشري ناورین له پېښېدو څخه مخنیوی وشي."
ځینې څېړونکي وايي، د فلسطینیانو په اړه د ولسمشر شي خبرې د پېکنک د لسیزې راهیسې په روان دریځ ولاړې دي.
د امریکا د جګړې له ملي کالج څخه اسوسېټ پروفیسرې ډان مورفي امریکا غږ ته په ټیلیفون باندې وویل، "د اکټوبر له اتمې راهیسې چې له پېکنګ څخه کوم بیانونه راځي هغه د چین له نظریې سره مطابقت لری چې سر یې لږ تر لږه ۱۹۹۷ کال ته رسېږي."
هغې وویل، داسې نه ښکاري چې د اسرایل او حماس اوسنۍ شخړې دې د چین په دریځ کې کوم ډرامټیک بدلون راوستی وي.
مورفي وویل، "هغوی دې ته د فلسطین او اسرایلو د اوږد مهاله شخړې د برخې په توګه ګوري."
د دوو دولتونو د حل د عملي کولو پر اړتیا له ټینګار سره شي د حالاتو په ارامولو کې د مصر د هلو ځلو ستاینه وکړه او وویل، پېکنګ "کلک ولاړ دی چې له مصر او نورو عرب هېوادونو سره همغږي ځواکمنه کړي." تر څو "د فلسطین لانجې د دایمي حل لپاره پر وخت لاره هواره شي."
دغه شخړه وروسته له هاغې پیل شوه چې حماس د اکټوبر په اوومه نېټه په حیرانونکې توګه په حماس باندې برید وکړ، لږ تر لږه ۱۴۰۰ اسرایلیان یې ووژل او کابو ۲۰۰ نور یې له ځانونو سره وتښتول.
اسرایلو هم په غبرګون کې په غزه باندې هوايي بریدونه ترسره کړل چې پکې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۳۵۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي.
Forum