لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حارث نواز: د نومبر نه به بې اسناده غېرملکیان خپلو هیوادونو ته استول کیږي


د پاکستان سيند صوبايي حکومت ويلي اسلام اباد فېصله کړې او غېر قانونه غېر ملکيانو ته یې د لومړي نومبر پورې وخت ورکړی چې په خپله خوښه ووځي، اوس حکومت فېصله کړې چې د لومړي نومبر نه وروسته به په رسمي ډول غېر قانونه غېر ملکيان اوباسي.

د سيند صوبې د کورنيو چارو نګران وزير بريګيډير ریټایرډ حارث نواز د جمعې په ورځ کراچۍ پريس کلب کې خبري کانفرنس ته وویل د لومړي نومبر وروسته به ټول غېر قانوني غېر ملکيان، که هغه هر څوک دي، يواځې افغان کډوال نه ټول غېر قانونه غېر ملکيان، پوليس او نورې امنيتي ادارې به یې نيسي پلټنې به یې کوي افغانان به د چمن د لارې او هندوستانيان به د واهګه د لارې خپلو ملکونو ته لېږلی شي.

هغه زياته کړه، سږ کال تراوسه پورې 2371 غېر ملکيان خپلو ملکونو ته لېږل شوي چې پکې 1700 افغانان دي، بنګاليان 248، دوه چینايان، يو د تنزانيه، پينځه انډونيشين، درې د مصر او يو د ايران شامل دي.

هغه وويل، دا وخت 1218 کسان په جېلونو کې دي د هغوی قضيې چې پوره شي هغه به هم خپلو ملکونو ته ولېږل شي.

د ستمبر د میاشتې راهسې په ځانګړي ډول کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو نيولو لړۍ پېل شوې وه.

په نهم ستمبر د سيند صوبې ګورنر کامران ټيسوري مطبوعاتو سره په خبرو کې دعوه کړې وه، "غېر قانونه افغانان د جرمونو او ترهګرۍ غټه وجه ده د هغو پرضد به په زورور قوت سره عمليات په نظر راشي دا خلک به نيول کيږي او بيرته به ليږل کيږي".

له دغې وروسته په 15م ستمبر د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلي وو په هېواد کې په غېر قانوني توګه مېشت کډوال به دلته اوسېدو ته نه پرېښودل کیږي او بېرته به خپلو هېوادونو ته شړل کيږي.

او د روانې میاشتې په درېيمه نېټه حکومت اعلان کړی د اکتوبر د 31مې پورې دې ټول غېر قانونه غېر ملکيان په خپله خوښه ووځي کنه د لومړي نومبر نه وروسته به نيول کيږي او په زوره به بيرته ستنول کيږي.

د پاکستان حکومت ويلي، هغه افغان کډوالو ته څه نه ویل کيږي د چا سره چې پي او ار او اې سي سي کارډونه وي.

خو کډوال وايي د حکومت د اعلان باجود پي او ار او اې سي سي کارډ لرونکي بيا هم نيول کيږي ځورول کيږي او پوليس ترې پېسې اخلي، خو د کراچۍ پوليس دغه تورونه ردوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG