د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د جمعې په ورځ د فلسطین د صدر محمود عباس سره ټیليفوني اړیکه ټینګه کړې اؤ هغه ته یې د پاکستان له لوري د فلسطینیانو د کوټلي ملاتړ باور ورکړی دی.
د وزیراعظم د ماڼۍ له لوري د خپرې شوې اعلامیې له مخې نګران وزیراعظم د فلسطین د صدر سره د اسرایل له لوري په غزې اؤ لویدیځه غاړه کې د بریدونو له امله په رامنځته شوي وضعیت خبرې کړي اؤ ویلي یې دي د فلسطین ولس لپاره د پاکستان ملاتړ ډاګیز دی.
اعلامیه وایي په دې ټیليفوني تماس کې نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د اسرایلي پوځ لخوا په فلسطیني ولس د پرله پسې بمباریو اؤ په ځانګړي ډول غزه کې په الاهلي هسپتال د شوي برید په سختو ټکو غندنه کړې ده اؤ د اسرایل بمباري اؤ تېری یې دانسته اؤ د کرکې وړ بللی دی.
د وزیراعظم د دفتر په اعلامیه کې پر اسرایل د حماس د بریدونو څه ذکر نه دی شوی، خو ویل شوي چې دواړو مشرانو په نړیواله ټولنه ټینګار کړی چې د عامو وژنو نه د اسرایل د منعې کولو په لړ کې باید خپل رغنده کردار ولوبوي.
ښاغلي انوار الحق کاکړ ویلي چې پاکستان د خپلو فلسطینیانو وروڼو خویندو لپاره د مرستو وړومبۍ جوپه روانه کړې ده چې تېره ورځ مصر ته رسېدلې ده.
هغه ویلي چې پاکستان د فلسطین د شخړې منصفانه اؤ دایمي هواري ته لیواله دی اؤ د فلسطین دخلکو لپاره یې ملاتړ غیر متزلزل دی.
د اسرايل پوځ وايي په غزه پټۍ کې يې د حماس په مرکزونو بمباري کړې او په سونو مرکزونه يې ورله تباه کړي. په اسرایل او غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر تر پینځه زره او د ټپیان شمېر تر 16 زره زیات شوی دی، چې پکې زرګونه ښځې او ماشومان هم شامل دي.
نړیوال مطبوعات وایي چې په غزه اسرایلي بریدونو کې تر دې مهاله د 1500 نه د زیاتو ماشومانو به ګڼ تر 4000 زیات کسان وژل شوي اؤ نزدې 14 نور ژوبل شوي چې ښځې اؤ ماشومان هم پکې شامل دي.
رپورټونه وایي چې په غزې تړانکه کې داسرایل د بمباریو له امله تر 30 فیصدي زیاتې ودانۍ په بشپړ ډول رنګې شوې دي اؤ د بې کوره شوؤ فلسطینیانو شمیره تر یو میلیون اوښتې ده.
روانه اوونۍ د پاکستان پوځ هم غزه کې د اسرایل له لوري د طاقت په استعمال کې د بېګناه وګړو په ځاني زیان سختې اندېښنې ښودلي وې اؤ پوځي سرلښکر د کور کمانډرانو په غونډه کې ویلي وؤ چې د فلسطین ولس ته د پاکستاني قام بشپړه سفارتي،اخلاقي اؤ سیاسي مرسته ترلاسه ده.
د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ تېره اوونۍ په ایکس(پخواني ټویټر) رسنۍ لیکلي وؤ چې په منځني ختیځ کې تلپاتې سوله د دوو ریاستونو په جوړېدو کې ده چې په کې فلسطین یو باثباته، خپلواکه ریاست دی چې بنیاد یې 1967 کال څخه وړاندې پر سرحدونو دی.
Forum