لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي‌ روانه میاشت تر اوسه پورې 52,000 افغانان خپل ملک ته ستانه شوي دي


د پاکستان چاروکي وایي د روانې اکتوبر میاشتې له پیله بیا تر پرون جمعې پورې تقریباً 52,000 افغان کډوال د تورخم او چمن پولې له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي او ګڼ شمیر نورو یې په کراچۍ او نورو ښارونو کې کډې بار کړي او د پولې خواته روان دي.

پاکستاني چارواکي وایي کله چې په هېواد کې مېشتو افغان او نورو هغو کډوړالو ته پخپله خوښه د وتلو لپاره مهلت ورکړل شو چې د اوسېدو لپاره یې قانوني اسناد نه لرل، زرګونه افغانان پرله پسې خپل هیواد ته ستنېږي.

اسلام اباد د روانې اکتوبر میاشتې په لومړیو کې ټولو غیر قانوني کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې د وتلو لپاره وخت ورکړی وو او ورسره یې دا خبرداری هم ورکړی وو چې که څوک پخپله خوښه ونه وځي، چارواکي به یې ونیسي او وبه یې شړي.

د پاکستان سرکاري ټیلیویژن په یو رپوټ کې ویلي، یواځې د تېرې پنجشنبې- زیارت په ورځ څه باندې 3,000 افغانان بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي خو دا یې نه دي ویلي چې دا افغانان څه وخت پاکستان ته ور کډه شوي وو.

په پاکستان کې دننه ځینو ادارو، ملګرو ملتونو او یو شمېر بهرنیو هیوادونو له پاکستانه غوښتي وو چې دا افغان کډوال دې نه باسي او دا خبرداری یې هم ورکړی وو چې کېدای شي دا کسان افغانستان ته تر ستنېدو وروسته له طالبانو د ځورونې او ځپل کېدو سره مخ شي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د تېرې پنجشنبې- زیارت په ورځ د پاکستان په ګډون د افغانستان له ټولو ګاونډیانو وغوښتل چې هغو افغانانو ته په خپله خاورې کې د داخلېدو اجازه ورکړي چې د خوندیتوب په لټه دي.

د وزارت ویاند مېتیو میلر یوې خبري غونډې ته له پاکستان او نورو هېوادونو غوښتي وو چې له دغو پناه غوښتونکو سره مرسته وکړي. هغه له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه پوښتنې ته په جواب کې ویلي وو:

"موږ د پاکستان په ګډون د افغانستان ټول ګاونډیان په کلکه هڅوو هغو افغانانو ته دې د داخلېدو اجازه ورکړي چې نړیوال تحفظ غواړي او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې «یو این ایچ سي آر» او کډوالو د نړیوال تنظیم «ای او ایم» په څېر د نړیوالو بشري ادارو سره په هغږۍ دې هغوی ته بشري مرسته برابره کړي".

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له پاکستانه غوښتي د افغان کډوالو ایستل دې وځنډوي او دا کار یې نه منل کېدونکی بللی خو ورسره یې کډوالو ته په سرحدي سیمو کې د لنډمهاله اوسېدو ځایونه جوړ کړي او له بیرته ستنو شویو کډوالو سره د روغتیا او خوراکي موادو په ګډون مالي مرستې هم کوي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته څه باندې 1,20,000 افغانان د انخلا په بهیر کې واېستل شول او په لکونو نور له مځکنۍ او هوایي لارې ایران او پاکستان ته ولاړل.

پاکستان ته زیات شمېر هغه افغانان هم لاړل چې له تېر حکومت، پوځ یا بهرنیو ځواکونو سره یې کار کړی وو او غوښتل یې له هغه ځایه امریکا او یا کوم بل هېواد ته ولېږل شي.

پاکستاني چارواکي پرله پسې وایي د کډوالو د ایستلو په بهیر کې هغه شاوخوا یونیم میلین افغان کډوال نه دي شامل چې رجسټر دي او په دې هیواد کې د اوسېدو قانوني اسناد لري او نه هم هغه تقریباً نهه لکه افغانان شړي چې افغان سټیزن کارډونه لري.

پاکستان له امنیتي چارواکو دا هم غوښتي چې دا ډول افغانان دې نه ځوروي خو طالبانو او په پاکستان کې په قانوني توګه میشتو کډوالو شکایت کړی چې پولیسو ځورولي، په زور یې پیسې ترې اخیستې او ناوړه چلند یې ورسره کړی.

ملګرو ملتونو، د بشري حقونو نړیوالو ادارو او د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمیشن په دې وروستیو کې له پاکستانه په کلکه غوښتي چې د افغان کډوالو د بیرته ستنولو پرېکړه دې بیرته واخلي ځکه چې وایي‌ افغانستان ته له ستنولو سره به د هغوی ژوند له خطر سره مخ شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG